تازه خبرونه

 د داعش مهم غړي مېهمت ګورين نیول:  پاکستان وایی د افغان طالبانو ادعاوی بې اساسه دي

د افغانستان حکومتي ویاند ذبيح‌الله مجاهد د داعش قومندان د نيول کېدو کریډیټ د طالبانو استخباراتو ته ورکوي، خو تصدیق شوي معلومات د پاکستاني څار او د ځايي خيانت رول څرګندوي
پاکستان بیا بیا تکرار کوي چې د افغان خاوره د پاکستان پر ضد او د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي خو افغان طالبان له دې انکار کوي

د امنيتي سرچينو په وينا، پاکستاني استخباراتو د هغه د پټ سرحدي تګ‌راتګ هڅه تشخيص کړه او د پاکستان–افغانستان پولې ته نږدې هدفي عمليات پيل شول چې د داعش کمانډر په نیولو تمام شول

اسلام‌اباد : د افغان  طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد هغه ادعا چې د داعش پورې تړلي وسله‌وال مېهمت ګورين د طالبانو د استخباراتي عملياتو په نتيجه کې نيول شوی، د تصدیق شويو استخباراتي معلوماتو او زمکنې حقايقو له مخې د حقایقو سره سمون نه خوري او  د کابل د رسمي دريځ په اړه  ی جدي پوښتنې راولاړی کړی دی

مېهمت ګورين، چې د ترکيې شهری  او د کابل پخوانی اوسېدونکی دی، د داعش يو مهم عملياتي قومندان بلل کېږي او د ترکيې پر ګټو د وروستي ځانمرګي بريد سره مستقيمې اړيکې لري.

څیړنی ښیې د طالبانو د ادعاوو خلاف، ګورين د افغان استخباراتو له‌خوا نه دی نيول شوی، بلکې هغه مهال د پاکستاني استخباراتي ادارو له لوري وڅارل شو چې د بلوچستان له لارې يې پاکستان ته د اوښتو هڅه کوله

د امنيتي سرچينو په وينا، پاکستاني استخباراتو د هغه د پټ سرحدي تګ‌راتګ هڅه تشخيص کړه او د پاکستان–افغانستان پولې ته نږدې هدفي عمليات پيل شول په دغو عملياتو کې ګورين ټپي شو، خو د غرني سيمې او محدودې ليد وړتيا له امله بېرته د افغانستان خاورې ته واوړیدو

وروسته، د پولې په افغان اړخ کې ځايي اوسېدونکو ګورين د هغه د بهرني بڼې، ترکي تابعيت او له سيمې سره د ناپېژندګلوۍ له امله شکمن وباله. په داسې سيمه کې چې د ناپېژندو کسانو موجودګی ډېر حساس ګڼل کېږي، د هغه شتون ژر د پام وړ وګرځېد

د راپورونو له مخې، يو ځايي افغان جنګ سالار له دې وضعې ناوړه ګټه واخيسته او د ترکيې استخباراتو ته يې خبر ورکړ او ګورين يې د پيسو په بدل کې وسپاره

 ترکي استخباراتي چارواکو وروسته د هغه نيول کېدل تاييد کړل، چې څرګندوي دا کار د طالبانو د ترهګرۍ ضد عملياتو پايله نه وه، بلکې د بهرنيو استخباراتي همغږيو او ځايي خيانت نتيجه وه

امنیتي شنونکي وايي، دا پېښه هغه بڼه روښانه کوي چې پکې طالبان هڅه کوي د ترهګرۍ ضد هغو برياوو کریډیټ واخلي چې د بهرنيو استخباراتي ادارو او ځايي کسانو له خوا تر لاسه شوې وي، نه د افغانستان د منظم استخباراتي جوړښت له لارې

دغه پېښه دا اندېښنې هم پياوړې کوي چې د سيمې هېوادونه يې له پخوا مطرح کوي؛ يعنې افغانستان لا هم د داعش په ګډون د نړيوالو ترهګرو شبکو لپاره د عملياتي او لوژستيکي فعاليتونو چاپېريال پاتې دی، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه په وار وار د مخنيوي ډاډونه ورکړي دي خو افغان طالبان په دې کې پاتې راغلي دي چې دوی په افغان خاروه د ترهګریز فعالیتونو مخه ونیسي

Related Articles

د پاهلګام پېښې وروسته د سیمې اقتصادي او سیاسي حالت تر بحث لاندې دی. د سیاحت پورې تړلې معیشت زیانمنه شوې او د امنیتي پالیسیو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي

April 22, 2026

د پاک-افغان پولې تاوتریخوالی؛ د افغانستان د کونړ له لوري د باجوړ لغړۍ کلي باندې د مارټر بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي، څو کسان ټپیان شوي او ځايي ودانیو ته زیان رسېدلی دی

April 22, 2026

شهباز شریف د ټرمپ مننه وکړه چې د پاکستان په غوښتنه یې اوربند وغځاوه

April 22, 2026

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *