تازه خبرونه

د ترهګرو ډلې یو بنګله دیش تبع ترهګر هم په خیبر پښتونخوا کې له منځ وړل شوې

د امنیتي سرچینو په وینا د بنګله دیش چارواکو سره به دا شخړه وڅیړل شی ترڅو دا شبکه ماته کړي، خیبر پښتونخوا او سیمه له ترهګرۍ وژغوري
د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اولس غوښتنه کوي چې حکومت دې د ترهګرو په ضد ګوټلي ګامونه پورته کړي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو په وروستۍ عملیاتو کې وژل شوو ترهګرو له ډلې یو د بنګله دېش تبعه هم پېژندل شوی دی. دا عملیات د لکي مروت او کرک په سیمو کې د سپتمبر په ۲۶ او ۲۷ نېټه ترسره شول، چې پکې د پاکستان پوځ، سپېشل سروسز ګروپ او د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي دي برخه اخستې وه

د پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پي ار په وینا د درشه خیل په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي عملیاتو کې د هند ملاتړ لرونکې د ملا نذیر د ډلې ۱۷ ترهګر اووژل شول او تر لسو پورې ترهګر ټپيان شول، وژل شوي ترهګر په یو شمیر ترهګریز بریدونو کې ککړ وو او د هیواد په بیله بیلو سیمو کې ی د نامنۍ خپرولو هڅې کولې.

  د څېړنو پر مهال څرګنده شوه چې وژل شوو کسانو له ډلې یو بهرنی وګړی هم دی چې د بنګله دېش تبعه و. د هغه له قبضې څخه د بنګله دېش پېژندپاڼه، کرنسي او نور شخصي توکي ترلاسه شوي دي.

استخباراتي سرچینو ویلي چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو عملیاتو کې ۲ تر ۳ پورې د بنګله دېش وګړي وژل شوي وو. دغه کسان په ظاهره د تبلیغي فعالیتونو لپاره افغانستان ته تللي وو، خو هلته د تندلارو ډلو له خوا خپلو شبکو ته جذب شوي وو.

بل لور ته ځینې غیر تایید شوي راپورونه وایي چې وژل شوی بنګله دېشی ښایي د انصار فی الہند الشرقیه ډلې غړی وي. دا یوه بنده شوې ډله ده چې د القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري. تېر کال هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د دې ډلې غړي افغانستان کې موجود دي او د شمالي وزیرستان سیمې ته د ننوتو پر مهال وژل شوي وو. چارواکي وایي، د بنګله دېشي ترهګر د وژل کېدو د تایید وروسته به د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د استخباراتي همکارۍ پراختیا اړینه شي، څو دغه سرحدي شبکه ماته شي

نورخبرونه

پاکستان کښې ترهګري:  د داعش خراسان ډلې مشر په افغانستان کې اووژل شو

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *