تازه خبرونه

باجوړ کې ګرځبندېز اعلان شوې

د باجوړ په ماموند تحصیل کې د هدفمند عملیاتو له امله په اووه ویشت (۲۷) سیمو کې درې ورځو لپاره ګرځبندیز لګول شوې
باجوړ کې ګرځبندېز اعلان شوې

د باجوړ مشرانو او وسله والو ترمېنځ امن لپاره خبرې ناکامه شوې او امنېتي ځواکونو اولس له خبردارۍ ورکړې چې ځانونه دې خوندي کړي ترڅو د ترهګرو په ضد اپرېشن وکړي

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په بېلابېلو سیمو کې درې ورځې ګرځبندیز لګول شوی دی. د انتظامیې په وینا، له سهار یولس بجو څخه تر ماښام یولس بجو پورې به د ضلعې په ډېرو سیمو کې ګرځبندیز وي، د تګ راتګ لارې به تړلې وي، او په تحصیل مومند کې به درې ورځې ګرځبندیز عملي کېږي.

د ضلعې انتظامیې په وینا، د باجوړ په ماموند تحصیل کې د هدفمند عملیاتو له امله په اووه ویشت (۲۷) سیمو کې درې ورځو لپاره ګرځبندیز لګول شوی دی. دا ګرځبندیز به د اګست په ۱۱مه د سهار له یولس بجو څخه د اګست تر ۱۴مې د سهار تر یولس بجو پورې په بشپړه توګه نافذ وي. له ماموند سیمې څخه د خلکو په زیاته کچه کډه کولو لړۍ روانه ده، انتظامیې د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره تعلیمي ادارې خالي کړې دي چې په کې ۱۰۷ ښوونځي او کالجونه -شامل دي

د مقامي چارواکو په وینا، د باجوړ شاوخوا شل فیصده سیمه کې وسله وال ګرځي راګرځي چې شاوخوا شپېته فیصده یې د افغانستان اوسېدونکي ښودل شوي دي. وسله وال غواړي د باجوړ له لارې په مومند او ملاکنډ کې بریدونه ترسره کړي۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *