تازه خبرونه

باجوړ کې ترهګریز برید: د جماعت اسلامي مشر پر کور بمي چاوندنه

د سرچینو ترمخه په دې ترهګریز برید کې کوم ځاني زیان نه دې رسیدلې خو د جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا وحیدګل موټراو کور ته کم زیان اوښتې
په باجوړ کې تیرکال د ترهګرو پر ضد پوځي عملیات هم ترسره شوي دي

ډي پي او وقاص رسنیو ته ویلي دي چې لومړې پلټنې ښایی چې په برید کې آیی اي ډي بم کارول شوې دې

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع چې پاک افغان سرحد سره نزدې موقعیت لري ،یوه ترهګریز پیښه راپور شوې ده

د سرچنیو ترمخه په باجوړ ضلع  کې د جماعت اسلامي د مرستیال امیر مولانا وحید ګل د کور مخې ته د بم چاودنه شوې، خو خوشبختانه پکې هېڅ کوم ځاني زیان نه دی اوښتی

پولیس وایي، چاودنه د جماعت اسلامي د پخواني صوبايي اسمبلۍ امیدوار او د باجوړ دد جماعت اسلامي مرستیال امیر مولانا وحید ګل د کور مخې ته شوې ده

د پولیسو په وینا، د چاودنې له امله د مولانا وحید ګل کور او موټر ته کم  زیان رسېدلی دی، مولانا وحید ګل ویلي، په دې پېښه کې خوشبختانه هېڅ ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي

د سرچینو ترمخه  له چاودنې وروسته په سیمه کې د خلکو ترمنځ ډار خپور شوې دې او  پولیس په زیات شمیر کې د پیښې ځای ته رسیدلي او پلټنې ی پیل کړي دي

د پولیس ضلعي مشر، ډي پي او قاص رفیق رسنیو ته ویلي دي چې  د لومړۍ پلټنو له مخې په چاودنه کې د آی ای ډي بم (چاودیدونکي مواد) کارول شوي دي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې په تیرکال ۲۰۲۵ د اګست په میاشت کې هم په باجوړ کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ل تحریک طالبان پاکستان پر ضد د سربکف په نامه پوځي اپریشن ترسره شول چې پکې د پاکستان پوځ یو میجر هم شهید شو

نورخبرونه: باجوړ کښې اپریشن وروسته یو شمیر سیمې له ترهګرو پاکې کړې شوې

 باجوړ عملیات : د ترهګرو پر ضد اپریشن کې د پاکستان پوځ مېجر شهید شوې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *