تازه خبرونه

باجوړ کې امن بحال شوې: خو داسې سیمې وس هم شته چې پکې شکمن کسان شتون لري

باجوړ کې په تحصیل ماموند کې ۲۹ د جولایی نه د ترهګرو په ضد اپریشن سربکف پیل شو او وس دې سیمو کې امن بحال شوې دې
باجوړ کې د ځایی اولس او د امنیتي ځواکونو په هڅو امن بحال شوې دې.

د باجوړ ماموند تحصیل ځایی مشرانو په وینا په دې سیمه کې وس هم د ترهګرو لپاره اسانتیاوې برابرونکي شته او باید ځایی اولس د امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړي چې دا سیمې هم له ترهګرو پاکې کړي

پیښور: د ضلع باجوړ د ځایی اولس په وینا ،  له ټولو اوو تحصيلونو څخه په شپږو تحصيلونو کې د امن او امان وضعه په بشپړه توګه بحال شوې ده، د حلکو عادي ژوند بحال شوې دې او خلک په اطمینان ژوند کوي. .

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې په  قبایلي سیمه ضلع باجوړ کې د امن ټينګښت د سيمه ييزو خلکو، د سيمې د مشرانو او د امنيتي ځواکونو د ګډو هڅو نتيجه ده ځکه د ۲۹م د جولایی نه چې کله اپریشن سربکف پیل شو نو له دې وړاندې ۲۰ زره څخه زیات ځایی وګړي له خپلو کورونو کډه شول او بې کوره شول.

که څه هم وس په دغه سیمو کې ژوند بیا پیل شوې خو  د سيمې مشران وايي چې د ضلع باجوړ د ماموند تحصيل کې لا هم ځينې ستونزې شته او هلته د نورو سيمو په څېر بشپړ امن نه دی راغلی، چې تر ټولو لويه وجه يې د ځينو خلکو تر منځ د ترهګرو د اسانتيا برابروونکو شتون دی . دلته باید د یو مهم ټکې په لور باید د چاراکو او ځایی اولس پام را وګرځول شي چې  تحصيل ماموند خلکو ته پکار ده چې په خپلو سيمو کې موجود شرخوښي عناصر وپېژني او د امن د ټينګښت لپاره لکه د نورو تحصيلونو په څېر له امنيتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي چې دا ناامنه سیمې هم په بشپړه توګه له ترهګرو پاکې کړې شي.

نورخبرونه

د باجوړ سربکف اپریشن متاثرین: پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله خان مهمه غوښتنه

باجوړ کښې د ټي ټي پي ترهګرو په ضد سربکف عملیات پیل شوي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *