تازه خبرونه

باجوړ: په ماموند کې د ۲۷ سیمو درې ورځنی کرفیو، د ځواکونو پر کاروان برید کې یو سرتېری شهید او ۱۹ ټپیان

باجوړ / پېښور — ۱۲ اګست ۲۰۲۵ — د باجوړ د ماموند په ۲۷ سیمو کې د امنیتي ځواکونو د هدفی عملیاتو له پاره درې ورځنی کرفیو لګېدلی ده د ضلعي انتظامیې په وینا، کرفیو به نن د سهار له ۱۱ بجو څخه تر ماښام ۱۱ بجو پورې نافذ وي، او له خلکو غوښتنه شوې چې خپلې چارې ودروي او د کرفیو پر مهال په خپلو کورونو کې پاتې شي
باجوړ: په ماموند کې د ۲۷ سیمو درې ورځنی کرفیو، د ځواکونو پر کاروان برید کې یو سرتېری شهید او ۱۹ ټپیان

بل اړخ ته د باجوړ په نوې کلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د سړک غاړې بمې چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو سرتېری، سپاهي احسان، شهید شوی او ۱۹ نور پوځیان ټپیان دي. د رسمي سرچینو په وینا، د درې سرتېرو حالت نازک دی او ټول ټپیان روغتون ته لېږل شوي دي(د انځور سرچینه: اېچ ټي اېن ورلډ)

انتظامیې ویلي چې په اغېزمنو سیمو کې ۳۰۹ نارینه او ۱۴۰ ښځینه دولتي ښوونځي خالي کړل شوي دي چې متاثره کورنۍ پکې لنډمهاله ځای پر ځای کړی شي. د اسسټنټ کمشنر خار ډاکټر صادق علي او مرستیال ضلعی د تعلیم د څانګې مشر (ډي ای او) لودان شاه په وینا، متاثره خلک به په اسانۍ سره ځای پر ځای شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *