تازه خبرونه

امریکایي سفارتکار اینډي هېلس: د پاکستان او امریکا اړیکې د خپل تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

اینډي هېلس د پوډکاسټ پر مهال وايي، د ولسمشر ټرمپ، لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر ترمنځ قوي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړې بنسټ جوړوي
د امریکا او پاکستان ترمنځ په یو شمیر پرمختیایی پروژو کې د پانګونې هم معاهدې ترسره شوي دي

فایل فوټو: په انځور کې د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر جنرل عاصم منیر او وزیراعظم شهباز شریف د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره

 امریکایي سفارتکار اینډي هېلس ویلي، چې د پاکستان او امریکا اړیکې دا مهال د خپل تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي

دا څرګندونې هغه د یوه پوډکاسټ پر مهال کړی هغی وویل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر ترمنځ قوي اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او پیاوړې ملګرتیا څرګندونه کوي

د اینډي هېلس په وینا، د ولسمشر ټرمپ له لوري د پاکستان په اړه مثبتو څرګندونو نه یوازې په رسمي کچه، بلکې د ولسي کچې پر باور او نېکو اړیکو هم مثبت اغېز کړی دی. هغه وویل، دغو څرګندونو د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ نږدېوالی زیات کړی دی. امریکایي سفارتکار زیاته کړه، چې د کانونو او منرالونو په برخه کې د امریکایي سوداګریزو شرکتونو لېوالتیا په چټکۍ سره لوړېږي، او د پاکستان ولس هم د امریکایي شرکتونو پانګونې او راتګ ته ښه راغلاست وايي. د هغه په وینا، د اقتصادي همکارۍ نوي فرصتونه به د دواړو هېوادونو اړیکې لا نورې هم پیاوړې کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *