تازه خبرونه

د ټرمپ ادارې ترهګرو ته کیمیاوي موادو پر ضد عملیات وکړل

امریکا د هند په ګډون د درې هېوادونو پر یو نړیوال فینټانایل نیټ ورک سختې بندیزونه لګولي دي. پر دې نیټ ورک تور لګېدلی چې د سینالوآ کارټل ته کیمیاوي مواد برابروي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند او ټومي پګټ له لوري د خپرو شوو جزئياتو له مخې، دا شبکه د فینټانایل په څېر وژونکې نشه‌يي موادو د جوړولو لپاره د اړینو “پریکرسر کیمیاوي موادو” د نړیوال انتقال مسؤله وه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند او ټومي پګټ له لوري د خپرو شوو جزئياتو له مخې، دا شبکه د فینټانایل په څېر وژونکې نشه‌يي موادو د جوړولو لپاره د اړینو “پریکرسر کیمیاوي موادو” د نړیوال انتقال مسؤله وه

د ټرمپ ادارې د یوې منظمې نړیوالې عملیاتو له لارې د غیرقانوني فینټانایل د قاچاق او د هغې د تولید لپاره د خامو کیمیاوي موادو د رسولو لړۍ د ماتولو دعوی کړې ده. دا شبکه د هند، ګواتیمالا او مکسیکو ترمنځ خپره وه او د امریکا له لوري نومول شوې ترهګره ډله «سینالوآ کارټل» یې مستقیم ملاتړ کاوه

د ترهګري شبکې ملاتړ او کیمیاوي مواد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ټومي پګټ د معلوماتو له مخې، دا شبکه د فینټانایل د تولید لپاره د اړینو “پریکرسر کیمیاوي موادو” نړیوال انتقال مسؤلیت درلود. واشنګټن ویلي چې له دې شبکې سره تړلو کسانو او ادارو باندې سمدستي هدفمند بندیزونه لګول شوي، څو د نشه‌یي موادو نړیواله لړۍ محدوده او د امریکایي وګړو خوندیتوب یقیني شي

د هند د رول په اړه اندېښنې

د راپور له مخې، د دې غیرقانوني شبکې په لړ کې د هند د ښکېلتیا یادونه تر ټولو اندېښمنه برخه بلل شوې ده. نړیوال شنونکي وایي، د یوې سترې مخ پر ودې اقتصادي هېواد لپاره چې له امریکا او اروپایي ټولنې سره د خپلو اړیکو د پراخولو هڅه کوي، په داسې جرمونو کې ښکېلتیا د اعتبار لپاره سخت زیان رسوونکې ده

د څارنې پر سیستم نیوکې

رپورټ زیاتوي چې دا حالت د هند د داخلي کنټرول او څارنې پر سیستم جدي پوښتنې راپورته کوي، ځکه دا ښيي چې د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره د هغه هېواد هڅې کمزورې پاتې دي

نړیوال غبرګون او اغېزې

واشنګټن دا اقدام د نړیوالې نشه‌یي موادو د مخنیوي لپاره اړین بللی، خو له بلې خوا یې د هند د “مسؤل نړیوال شریک” په توګه پر اعتبار فشار زیات کړی دی. نړیواله ټولنه اوس د هند د نشه‌یي موادو د مخنیوي ژمنې تر پوښتنې لاندې راولي، او دا پېښه د نړیوالو اندېښنو سبب ګرځېدلې ده

نور ولولئ؛
https://htnpashto.com/experts-criticize-taliban-minister-noorullah-noori-provocative-remarks-against-pakistan/

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *