د قدرتي افتونو د مدیریت اداره : له دسمبر ۳۰ تر جنورۍ ۱ پورې د باران او واورې وریدلو امکان دې

پي ډي اېم اې وايي چې چترال، دير، سوات، شانګله، کوهستان، کولايي پالاس، مالاکنډ، بونير، مانسهره، بټګرام، تورغر، ايبټ آباد، هري پور، کرم، خيبر، باجوړ او مومند ضلعو کې وقفې وقفې سره د باران او تندر غورځیدلوامکان دې
کې ایس اې له پاکستان او افغانستان حکومت څخه مهمه غوښتنه کړې

په پيښور پوهنتون کې د خیبر سټوډنټس ایسوسي ایشن مشرانو له پاکستان او افغانستان چارواکو څخه غوښتي چې کابل او نورو ولایتونو کې راګیر پاکستاني زده کوونکو له دې اجازه ورکړل شی چې دوی پاکستان ته راشي
وادي تیراه برقمبرخیل کې بمي چاودنه: څلور امنیتي سرتیري شهیدان شوي

د سرچینو ترمخه د ضلع خیبر په وادي تیراه برقمبرخیل سیمه کې د امنیتي سرتیرو یو ګاړي له ترهګرو لوري د سرک پر سرښخ یو بم له لارې هدف وګرځول شو
لنډي کوتل کې امن کرکټ ټورنامنټ: فاینل لوبه کې وسیم کرکټ کلب انصاف کرکټ کلب ته ماتې ورکړه

لنډي کوتل کې د فاینل سیالۍ په موقع راجوړې شوې غونډې پر مهال چیرمین ګل زمین شینواري اوویل چې د سیالیو راجوړولو مقصد مو دادې چې ځوانان له نشې او غلطو کارونو څخه لرې وساتو
خیبرپختونخوا او قبایلي ضلعو کې د روان کال وروستۍ د پولیو ضد کمپاین پیل شو

د صحت محکمه وایی په ټوله صوبه کې د مہم د کامیابۍ لپاره ۳۵ زره او ۵۰۰ ټیمونه تشکیل شوي او د امنیت ټینګښت لپاره ۵۰ زره پولیس اهلکار په دندو ګمارل شوي دي
خېبر پښتونخوا کې د هند ملاتړ لرونکو خوارجو پر ضد عملياتو کی ۱۳ وسلوال له منځ وړل شوي

د خیبر پښتونخوا په مهمند او بنو ضلعو کې ترسره شويو عملياتو کې د فتنه الخوارج وسله وال په نښه شوی سرچینی وایی دې ترهګرو ته د هند ملاتړ حاصل دی
خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې نن د باران او واورې وریدو امکان دې

پي ډي ایم اې وایی چې په قبایلي سیمو خیبر ،مومند،اورکزي، کرم، شمالي او جنوبي وزیرستان کې له نن ۱۳م دسمبر څخه د باران او واورې وریدو امکان دې
د وادي تیراه میدان سیمې خلک په مشروط ډول کډه کیدو ته راضي شوي

د ضلع خیبر وادي تیراه مشرانو لوړ پوړه چارواکو ته د لیکلې غوښتنو یو لسټ ورکړې چې پکې ی د سیمې بشپړ امنیت لپاره د لیکلي ضمانت ورکولو غوښتنه کړې
خیبر پښتونخوا حکومت له خوا د سي ټي ډي پراخو اصلاحاتو منظوری ،په پېښور کې به نوی سیمه ییز مرکزي دفتر جوړیږی

وزیراعلیٰ سهیل افریدی د ۱۸۶ ډیټیکټیو پر ځای د ۶۳۸ فیلډ آپریټرانو د ګمارلو منظوري ورکړه؛ ۲۱ ضلعو کې منجمد پروژې بیا فعالېږي
د لنډي کوتل پولیسو په تورخم کې درې شکمن ماشومان ونیول

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي
