خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو پر ضد بریالي عملیات

له وژل شویو ترهګرو څخه درنې وسلې، د جګړې مهمات او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي، چې له مخې یې د دوی د ترهګریزو پلانونو او بریدونو نیت څرګندېږي

د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ټانک او ډیره اسماعیل خان کې استخباراتي عملیات ترسره شول. په ټانک کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ سخت ډزې وشوې چې پکې د «فتنه الخوارج» څلور ترهګر ووژل شول