تازه خبرونه

اسټېټ بانک: پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو پور بېرته ورکړې

اسټېټ بانک تصدیق کړی چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو واجب الادا پور بشپړ ادا کړی، او له سعودي عربستان څخه ترلاسه شوې مرستې د دې ادایګۍ زمینه برابره کړې ده
د اسټېټ بانک په وینا دا رقم د “سیف ډیپازټ” په توګه و. له سعودي عربستان څخه د ۲ ارب ډالرو ترلاسه کېدو وروسته د زرمبادلې پر زېرمو د فشار کمېدو تمه کېږي

د اسټېټ بانک په وینا دا رقم د “سیف ډیپازټ” په توګه و. له سعودي عربستان څخه د ۲ ارب ډالرو ترلاسه کېدو وروسته د زرمبادلې پر زېرمو د فشار کمېدو تمه کېږي

پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو لویه اندازه پیسې بېرته ورکړې دي. د اسټېټ بانک ویاند ویلي چې دا رقم د “سیف ډیپازټ” په توګه د پاکستان په حساب کې ساتل شوی و او اوس بشپړ بېرته ادا شوی دی. دا ګام د هېواد د مالي اعتبار د ښه کېدو او نړیوالو ژمنو د پوره کولو په توګه ګڼل کېږي

خزانې وزارت سرچینو ویلي

د خزانې وزارت سرچینو ویلي چې اماراتو د نړیوالو مالي حالاتو او خپلو پالیسیو له مخې د دې پیسو د ژر بېرته غوښتنه کړې وه. پاکستان پر دې رقم ۶ سلنه سود هم ورکاوه. مخکې به دا پیسې هر کال رول اوور کېدې، خو د ۲۰۲۵ په پای کې د لنډې مودې لپاره تمدید شوې وې، چې وروسته حکومت د بشپړې ادایګۍ پرېکړه وکړه

بل لور ته د سعودي عربستان له خوا مالي مرسته هم مهم رول لوبولی دی. سرچینې وايي چې ۲ ارب ډالر پاکستان ته ترلاسه شوي او د ۳ ارب ډالرو د نورو زیرمو ژمنه هم شوې ده، چې له امله یې د اماراتو پور بېرته ورکول اسانه شوي دي

اقتصادي کارپوهان وایي چې د دې پور بېرته ادا کول به د سودي بوج کم کړي، خو لنډ مهال کې به د زرمبادلې پر زېرمو فشار راولي، چې د سعودي مرستو له امله به یې اغېز جبران شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *