تازه خبرونه

امریکا د ایران لپاره د سفر خبرداری امریکايي وګړو ته د سمدستي وتلو سپارښتنه

د ایران قوانینو ته—په ځانګړي ډول د ښځو د حجاب او د ټولنیزو رسنیو د کارولو اړوند مقرراتو ته—بشپړه پابندي ضروري بلل شوې ده

امریکا په ایران کې د خپلو وګړو لپاره د سفر خبرداری جاري کړی او هغوی ته یې د سمدستي وتلو لارښوونه کړې ده. ویل شوي چې تښتونې، د جاسوسۍ دروغجن تورونه او د سفارتي مرستو نشتوالی هغه جدي خطرونه دي چې د دې پرېکړې بنسټ جوړوي

د بلوچستان په سیمه کې د بي‌ايل‌اي د بریدونو وروسته امریکا د پاکستان ملاتړ اعلان کړ

په بیان کې په ښکاره ټکو ویل شوي چې: «امریکا د بلوچستان د وروستیو بریدونو د مسؤلینو د قانون منګولو ته د سپارلو لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي.» دا دریځ د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د امنیتي همکاریو د لا پیاوړتیا څرګنده نښه ده۔

امریکا د بلوچستان په سیمه کې د ترهګرو بریدونو سخت غندنه کړې او د پاکستان بشپړ ملاتړ يې اعلان کړی دی. واشنګټن د ‘بلوچستان لبریشن آرمي’ د نومول شوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندلې او د هغې پر وړاندې د ترسره کېدونکو اقداماتو بشپړ ملاتړ کوي