تازه خبرونه

د پاکستان دفاع لپاره د شینواري قبیلي د پوځ یو سرتیري خپل سر قربان کړ

د کیپټن عباس شینواري شهید پلار محمد اسحاق شینواري ترمخه، دې ځوان کیپټن ځوی ی له واده هم نه وو کړې
د پاکستان پوځ سرتیري عباس شینواري په قبر باندې د پاکستان قامي شین او سپین بیرغ هم پورته کړې شوې دې

د پاکستان پوځ سرتیري عباس شینواري په قبر باندې د پاکستان قامي شین او سپین بیرغ هم پورته کړې شوې دې

د پاکستان تاریخ ددې خبرې ګواه دې چې ددې ملک دفاع لپاره په پاک افغان پوله پراته د قبایلي سیمو مشرانو او ځوانانو د خپلو سرونو او مالونو قربانۍ ورکړي دي په ۴څلورمه نیټه ده فرورۍ چې د چهارشنبې ورځ وه، د لنډي کوتل سیمې یو ځوان کیپټن عباس شینواري چې خپله دنده ی په وادي تیراه کې ترسره کوله د ممانړې په چیک پوسټ کې د یو ډرون بمي چاودنې په ترڅ کې شهید شو.

د پاکستان پوځ کیپټن عباس شینواري ،پاک افغان سرحد تورخم سره نزدې د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کې د محمد اسحاق شینواري خوګاخیل ، چې د یوې متوسطې طبقې کورنۍ سره تعلق لري سترګې وغړولې
د محمد اسحاق شینواري ترمخه کیپټن عباس شینواري له تیرو شپږو کالو راهیسي د پاکستان په پوځ کې خپله دنده ترسره کوله او په ډیرو سختو امنیتي حالاتو کې ی په مومندو، وزیرستان او میرانشاه کې هم خپله ذمه واري په ډیره میړانه ترسره کړې وه
د پاکستان پوځ دې شهید سرتیري د پلار ترمخه هغه واده هم نه وو، کړې، پلار ی وویل چې شهید کیپټن عباس به ویل چې کله زه درته اووایم نو بیا به کویدن(کوژده) وکړم.

هغه لومړۍ زده کړې د لنډي کوتل په آرمي پبلک سکول کې کړې وې او د سکول استاذانو ترمخه کیپټن عباس شینواري شهید یو ډیر تکړه ،محنت کوونکې او د ښو اخلاقو خاوند وو که د کیپټن عباس شینواري دې ملک لپاره قربانۍ ته وکتل شي نو دا یوه ډیره لویه قرباني وه ځکه واده نه کول دا معني لری چې هغه غوښتل چې د خپل قام او ملک لپاره کار وکړي
مهمه ده چې یادونه وشی چې لنډي کوتل هغه قبایلي سیمه ده چې په ګنړ شمیر کې د پولیس ځواک، ایف سي ځواک او د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کوونکي په بریدونو کې شهید شوي دي.

دا هم باید یادونه وشی چې د کال ۲۰۲۵ د میی په میاشت کې د پاکستان او هند ترمنځ جنګ کې هم د لنډي کوتل لوی شلمان سیمې یوځوان چې د رینجرز ځواک برخه وو په پنجاب صوبه کې خپل سر د پاکستان دفاع لپاره قرباني کړو
دلته باید یادونه وشی، چې د ضلع خیبر په وادي تیراه کې له څو میاشتو راهیسي امنیتي وضع یو ځل بیا کړکیچنه شوې ده او هم دا ی وجه ده چې امنیتي ځواکونو د صوبایی حکومت سره په مشوره په دې سیمه کې د وسله والو پر ضد د اپریشن کولو پریکړه کړې ده او له دې سیمې څخه د ځایی خلکو نقل مکاني پیل شوې ده.

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *