نوشهره — ۱۲ اګست ۲۰۲۵ — د نوشهره کینټ ته نېږدې د بدرشي په سیمه کې د پوځ د مهماتو په ډیپو کې پرلهپسې زورداره چاودنو سیمه ولړزوله او د لوګي تور بادلونه خپاره شول. د چاودنو غږونه څو کیلومتره لرې هم اورېدل کېدل چې له امله یې په سیمه کې ویره او ډار خپور شو او خلک له کورونو ووته او خوندي ځایونو ته ولاړل