د اوربند لپاره د پاکستان هڅې وستایل شوې، دوهم پړاو ښایي پاکستان کې وشي

د مطبوعاتي بریفنګ پر مهال کارولین لیویټ وویل: “پاکستانیانو په دې ټول بهیر کې غوره منځګړیتوب کړی او موږ د دوی دوستي او د تړون بشپړولو هڅې ستایو

د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مهمه بولي چې له ایران سره د اړیکو بهیر د پاکستان له لارې روان وساتل شي، او همدا تګلاره عملي کېږي. هغوی ویلي چې له ایران سره خبرې روانې او نتیجه ورکوونکې دي

د ملګرو ملتونو مشر له اسحاق ډار سره اړیکه نیولې د اسلام آباد خبرې مهمې بللې دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړې، د اسلام آباد مذاکراتو د ترسره کېدو په اړه یې د پاکستان رغنده رول ستایلی او په نړیواله کچه یې د بشپړې ملاتړ اعلان کړی دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټېرېش له مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي، د اسلام آباد مذاکراتو او د سیمه‌ییزې سولې لپاره یې د پاکستان هڅې ستایلي او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی