پېښور: د خیبر پښتونخوا کې د سهیل افریدي حکومت د واک پیل که څه هم د ولسي هیلو سره شوی و، خو د وخت په تېرېدو سره دا دوره د اداري اصلاحاتو پر ځای د سیاسي شخړو ښکار ښکاري. د حکومت لومړیتوب دا و چې په صوبه کې حکومتولي او پرمختیایي بهیر پیاوړی کړي، خو په عملي توګه زیات وخت د احتجاجي تحریکونو، اسلامآباد مارچ او اډیاله جیل د بیانیې شاوخوا مصرف شو. دې پرلهپسې سیاسي ګډوډۍ د صوبايي ادارې وړتیا له دې لرې کړه چې ولس ته ریښتینی ریلیف ورکړي، او اداري جوړښت یې سخت زیانمن کړ
د صوبې خلک، چې مخکې له مخکې د ګراني، بې روزګارۍ او ناامنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي، له حکومت څخه د واضح اقتصادي او پرمختیایي پلان تمه لري. خو پرلهپسې احتجاجونو او جلسو د حکومت پام د ولسي خدمت پر ځای سیاسي مقاومت ته اړولی دی. د تعلیم، روغتیا او روزګار په څېر بنسټیزو برخو کې د پرمختګ پر ځای سیاسي انرژي له مرکزي حکومت سره شخړو ته اړول شوې، چې په نتیجه کې یې په صوبه کې د بېثباتۍ فضا رامنځته کړې ده
یو مسؤل حکومت ازموینه دا نه ده چې یوازې په سړکونو سیاسي ځواک وښيي، بلکې دا ده چې په ادارو کې نظم راولي او د خلکو په ژوند کې واقعي بدلون راولي. د خیبر پښتونخوا اوسني حالات دا اړتیا څرګندوي چې حکومت باید د احتجاجي بیانیې څخه ووځي او عملي کارکردګي او قوي پالیسي جوړونې ته پام وکړي. که سیاسي ګټې پر ولسي خدمت برلاسې شي، نو د صوبې اصلي ستونزې به همداسې پاتې وي او خلک به د سیاسي کشمکش بیه ورکوي. خیبر پښتونخوا اوس شعارونو ته نه، بلکې د کارکردګۍ پر بنسټ جدي حکومتولۍ ته اړتیا لري