په هره ټولنه کې خبریالان د خلکو سترګې او غوږونه وي. هغوی پېښې ثبتوي، د واکمنو کړنې څاري او خلکو ته هغه حقیقت رسوي چې د پوهې او سمې پرېکړې لپاره ورته اړتیا لري. خو په ننني افغانستان کې د حقیقت ویل ورځ تر بلې له لوی خطر سره مخ کېږي. ژورنالېزم نور یوازې یو مسلک نه دی؛ بلکې د زړورتیا، قربانۍ او مقاومت یوه دوامداره مبارزه ده
د بیان ازادي او د هغې ارزښت
د بیان ازادي د هرې سالمې ټولنې بنسټ دی. دا هغه حق دی چې له لارې یې خلک معلومات ترلاسه کوي، خپلې اندېښنې څرګندوي او واکمنان حساب ورکولو ته اړ باسي. کله چې د بیان ازادي محدوده شي، حقیقت پټېږي، اوازې زیاتېږي او خلک له خپل اساسي حق، یعنې د پوهېدو له حق، بېبرخې کېږي په افغانستان کې د بیان ازادۍ وضعیت په وروستیو کلونو کې په بېساري ډول خراب شوی دی
د (بې پولې خبریالانو سازمان) د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوال شاخص له مخې، افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۷۵م ځای کې قرار لري. دا درجهبندي ښيي چې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له تر ټولو سختو او خطرناکو چاپېریالونو څخه شمېرل کېږي. د دې سازمان په ارزونه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان ازادي او خپلواک ژورنالېزم په بېساري ډول محدود شوي دي. خبریالان له سانسور، ګواښونو، خپلسرو نیونو او دوامدار فشار سره مخ دي، رسنۍ د سختو اقتصادي ستونزو له امله د تړل کېدو له خطر سره مخ دي، او ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د RSF په وینا، که څه هم افغانستان د تېر کال په پرتله لږ څه ښه رتبه ترلاسه کړې، خو د رسنیو د آزادۍ عمومي وضعیت لا هم «ډېر جدي» او د ژورې اندېښنې وړ دی
د افغانستان د خبریالانو مرکزد راپور له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵۰ د رسنیو د آزادۍ سرغړونې ثبت شوې دي، چې پکې ګواښونه، نیونې، سانسور او تاوتریخوالی شامل دي. راپور وایي چې که څه هم د پېښو شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی، خو د محدودیتونو شدت زیات شوی او د بیان ازادۍ وضعیت نور هم خراب شوی دی.
زیاتوي چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو بندیز په ۲۵ ولایتونو کې پراخ شوی، څو رسنۍ تړل شوې، د رسنیو د ملاتړ ادارو جوازونه لغوه شوي او معلوماتو ته لاسرسی سخت محدود شوی دی. همدارنګه لږ تر لږه ۲۰ خبریالان نیول شوي او ځینې یې لا هم په بند کې دي، چې دا وضعیت په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ لپاره جدي اندېښنه بلل کېږي
د افغانستان د رسنیو وضعیت تر ۲۰۲۱ وروسته
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان رسنیز چاپېریال سخت محدود شوی دی. سلګونه خبریالان بېکاره شوي، لسګونه رسنۍ تړل شوې او هغه کسان چې لا هم کار کوي، د سانسور، ګواښ او دوامدارې وېرې تر سیوري لاندې فعالیت کوي. د امنیت، حکومتولۍ، د ښځو د حقونو او ولسي ستونزو په اړه راپور ورکول هر وخت د نیولو او فشار له خطر سره مل وي.
وروستیو پېښو وښودله چې د بیان ازادي لا هم تر سخت فشار لاندې ده. د طلوع نیوز دوه پېژندل شوي خبریالان، منصور نيازي او عمران دانش، د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې ونیول شول. تر دې مخکې د پیګرد خبري اژانس مشر احمد جاوېد نيازي هم نیول شوی و. که څه هم ځینې یې وروسته خوشې شول، خو دغو پېښو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړه چې آیا په افغانستان کې خبریالان کولای شي له وېرې پرته خپل مسلکي دندې ترسره کړي؟
ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي. ډېری یې د محدودیتونو له امله له مسلک څخه وتلو ته اړ شوې او هغه چې پاتې دي، په ډېر محدود چاپېریال کې کار کوي. د هغوی نشتون د افغانستان رسنیز ډګر له مهمو او اغېزناکو غږونو بېبرخې کړی دی
اقتصادي ستونزو هم خپلواکې رسنۍ سختې کمزورې کړې دي. د اعلانونو د عوایدو کمښت او د نړیوال ملاتړ محدودېدل د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر رسنۍ یا وتړل شي او یا خپل فعالیتونه راکم کړي. هغه رسنۍ چې لا هم فعالې دي، د بقا لپاره له جدي ننګونو سره مخ دي
کله چې د بیان ازادي محدوده شي او خبریالان ونه شي کولای په خپلواکه توګه کار وکړي، زیان یې ټولنه ویني. خلک له کره او باوري معلوماتو بېبرخې کېږي، ناسم معلومات خپرېږي او د فساد او ناوړه استفادې افشا کول ستونزمن کېږي. په داسې شرایطو کې خپلواکه رسنۍ یوازې د خبر رسولو وسیله نه ده، بلکې د ټولنې د شعور، شفافیت او حساب ورکونې مهم بنسټ دی
د افغان خبریالانو زړورتیا
سره له دې ټولو فشارونو، افغان خبریالان لا هم د پام وړ زړورتیا ښيي. هغوی د خطرونو باوجود حقیقت ثبتوي او د خلکو غږ نړۍ ته رسوي. د دوی مبارزه یوازې د خپل مسلک د بقا لپاره نه ده، بلکې د هر افغان د دې حق لپاره ده چې پوه شي په خپل هېواد کې څه روان دي
که افغانستان غواړي باثباته او باخبره ټولنه ولري، د بیان ازادۍ ساتنه باید لومړیتوب وي. ځکه هغه هېواد چې خبریالان یې خاموش شي، حقیقت به ورو ورو له منځه ولاړ شي. خو تر هغه چې افغان خبریالان د فشارونو باوجود خپل قلم ژوندی ساتي، د حقیقت څراغ به هم بل پاتې وي