د متحده عربي اماراتو د فجیره په صنعتي تېلو تاسیساتو د ډرون برید او د میزایلو د تبادلې وروسته د منځني ختیځ وضعیت ډېر خطرناک شوی دی
د اماراتو د دفاع وزارت وایي چې ایران څو میزایل توغولي، چې درې یې د پرمختللي هوایي دفاعي سیستم له خوا په هوا کې شنډ کړل شول، او یو میزایل په سمندر کې ولګېد
د فجیره د تېلو فیسلټي کې اورلګېدنه
همدارنګه د ډرون برید له امله د فجیره په تېلو فیسلټي کې سخت اور ولګېد. د فجیره رسنیز دفتر د پېښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې د اور وژنې عملیات په بیړني ډول روان دي.
د اماراتو سخت غبرګون
د اماراتو د ولسمشر سلاکار ویلي چې هېواد به اجازه ورنه کړي چې د ایران کړکېچز اقدامات د سیمې راتلونکی بدل کړي هغه زیاته کړه چې د ګاونډیانو سره د اړیکو لپاره د یرغل لاره د منلو وړ نه ده
د ایران ځواب
په مقابل کې، ایراني نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم ویلي چې پوځي سرچینو اماراتو ته خبرداری ورکړی چې د اسراییلو د آلې په توګه دې کار ونه کړي. ایران ګواښ کړی چې د هر ډول پوځي غلطۍ په صورت کې به سخت او پرېکنده ځواب ورکړي
وروستیو پېښو سره د هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیک کړکېچ زیات شوی، د اماراتو ټول تاسیسات په لوړه کچه خبرداري کې ساتل شوي، او نړیواله ټولنه د وضعیت د خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه لري
د پاکستان بحري ځواکونو په عرب سمندر کې ریسکیو عملیات، هندي عمله وژغورل شوه