تازه خبرونه

طالبانو ۱۹ ولایتونو والیان، مرستیالان او پولیس مشران بدل کړل

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د افغانستان په اداري جوړښت کې د لویو بدلونونو امر کړی، چې له مخې یې د مخابراتو وزیر په ګډون د ۱۹ ولایتونو والیان، مرستیال والیان او د پولیسو مشران بدل شوي دي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوی اداري بدلونونه؛ ملا هبت‌الله د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني له دندې لرې کړ او نوي والیان او د پولیسو قوماندانان یې وټاکل

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوی اداري بدلونونه؛ ملا هبت‌الله د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني له دندې لرې کړ او نوي والیان او د پولیسو قوماندانان یې وټاکل

د طالبانو د مشرتابه ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري د افغانستان په اداري جوړښت کې لوی بدلونونه شوي، او په مهمو څوکیو کې نوې ټاکنې اعلان شوې دي. د وروستي حکم له مخې د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني له خپلې دندې لرې کړل شوی دی. حمدالله نعماني چې د غزني ولایت دی، د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم په همدې څوکۍ پاتې شوی و او په ۲۰۲۴ کال کې بیا دغه مسؤلیت ورته سپارل شوی و د هغه پر ځای د فاریاب پخوانی والي مولوي عبدالاحد فضلي د مخابراتو نوی وزیر ټاکل شوی دی

د ولایتي والیانو بدلونونه

د حکم له مخې د څو ولایتونو والیان بدل شوي دي. مولوي محمد حنیف حمزه له بادغیس څخه فاریاب ته لېږدول شوی، مولوي عبدالرحمن حقاني له بغلان څخه خوست ته او مولوي عبدالله مختار له خوست څخه بغلان ته ټاکل شوي دي. همدارنګه مولوي محمد ولي جان د بادغیس والي شوی دی، او د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د ریاست په څوکۍ لېږدول شوی دی

د پولیسو او امنیتي جوړښت بدلونونه

د امنیتي برخې په کچه هم مهم بدلونونه شوي، چې پکې د پنځو ولایتونو د پولیسو مشران بدل شوي دي. د میدان وردګ د پولیسو مشر مولوي عبدالقیوم هلال اوس بغلان ته لېږدول شوی، او د بغلان پخوانی پولیس مشر مولوي عبدالحق میدان وردګ ته ټاکل شوی دی. د نیمروز پولیس مشر مولوي ظاهر مدثر د میدان وردګ مرستیال والي شوی، او د جیلونو عمومي رئیس مولوي محمد عمر مخلص د نیمروز نوی پولیس مشر ټاکل شوی دی. د لوګر د پولیسو مشر مولوي اغا ولي حنفي د جیلونو ریاست ته بدل شوی دی

مرستیال والیان او نور بدلونونه

په اداري اصلاحاتو کې د پکتیا، لوګر، هلمند، فراه او بغلان مرستیال والیان هم بدل شوي دي. مولوي انعام الله صلاح‌الدین له پکتیا څخه لوګر ته، او مولوي محمد انور له لوګر څخه پکتیا ته لېږدول شوی دی. د هلمند مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس اوس بغلان ته تللی، او مولوي رحیم الله محمود له فراه څخه هلمند ته بدل شوی دی. په پوځي برخه کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمې لوا مشر مولوي محمد ګل خیبر د فراه مرستیال والي ټاکل شوی، او د هغه ځای مولوي محمد همایون جهادیار اخیستی دی. په پکتیکا کې د علماوو شورا غړی قاضي نورالله د دغه ولایت مرستیال والي ټاکل شوی دی

د هیبت‌الله د بشپړ اطاعت ادعا او شرعي حیثیت

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *