د پاکستان اټومي پروګرام ته ډېری وخت د “غیرقانوني” یا ماجراجویانه پروګرام په سترګه کتل کېږي، چې دا دریځ له حقوقي پلوه په بشپړ ډول ناسم دی. دا مهمه ده چې یادونه وشي پاکستان د اټومي عدم خپرېدو د تړون (NPT) لاسلیک کوونکی نه دی، نو ځکه یې پروګرام د هغو مکلفیتونو لاندې نه راځي چې هېڅکله یې نه دي منلي. د نړیوال قانون له مخې خپلواکې دولتونه، چې د کوم تړون برخه نه وي، حق لري د خپلې ملي امنیت د اړتیاوو مطابق دفاعي وړتیاوې جوړې کړي پاکستان خپل اټومي سفر پرته له کوم نړیوال تړون د سرغړونې بشپړ کړی دی
د ایران او پاکستان پرتله
په نړیوالو بحثونو کې د پاکستان او ایران د اټومي پروګرامونو پرتله کېږي، خو دا بنسټیزه تېروتنه ده. ایران د NPT لاسلیک کوونکی دی، له همدې امله د هغه ټولې اټومي چارې د نه خپرېدو د ژمنو او د IAEA د څارنې تر چوکاټ لاندې دي برعکس، پاکستان له دې نظامه بهر خپل وړتیاوې جوړې کړې دي نو ایران د خپلو نړیوالو ژمنو له مخې ارزول کېږي، خو پر پاکستان داسې کوم حقوقي بندیز نشته. دا بنسټیز توپیر د دواړو هېوادونو پرتله بېاساسه کوي
ادارتي ژمنتیا او ملي امنیت
د پاکستان اټومي پروګرام د یوه فرد هڅه نه ده، بلکې یو منظم دولتي او اداراتي پلان دی. ډاکټر عبدالقادر خان مهم رول درلود، خو دا د څو لسیزو پراخ دولتي بهیر برخه وه چې پکې ساینسي، پوځي او سیاسي ادارې شاملې وې دا پروګرام د دفاعي توازن د اړتیاوو پر بنسټ د یو شعوري پالیسۍ تصمیم په توګه جوړ شو
کمانډ، کنټرول او نړیوال معیارونه
نن ورځ د پاکستان د “کمانډ او کنټرول” نظام ډېر منظم او پرمختللی دی، چې د نړیوالو غوره معیارونو مطابق فعالیت کوي. د پاکستان ټولې اټومي وسلې او تاسیسات د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) د امنیتي اصولو تر څار لاندې دي. د مبالغې پر بنسټ روایتونو برعکس، د پاکستان اټومي وړتیا د ملي اړتیا او دفاعي توازن نتیجه ده، چې په سیمه کې د ثبات او سولې یو مهم تضمین ګڼل کېږي
د اټومي پروګرام بریا د یوه کس کارنامه نه ده، بلکې د یوه منظم دولتي پلان نتیجه ده