د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له لوري د الله او رسول ﷺ په څېر د خپل بېقیده او شرط اطاعت غوښتنې وروسته، د طالبانو په لیکو کې هم مخالف غږونه پورته شوي دي. د اپرېل په ۲۹مه په کندهار کې د مالیې وزارت په یوه سیمینار کې ملا هبتالله ویلي وو چې د هغه اطاعت د الله او رسول ﷺ د اطاعت په څېر واجب دی، او نافرماني یې د الله او رسول ﷺ د نافرمانۍ په څېر ګناه ده. هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې نافرمانۍ معاف دي، خو له دې وروسته هر څوک چې د هغه له احکامو سرغړونه وکړي، سخت به مجازات شي. هغه ټینګار وکړ چې د هغه اطاعت د الله او نبي ﷺ د اطاعت سره برابر دی. هغه وویل: “که تاسو زما د احکامو اطاعت نه کوئ، نو معنا یې دا ده چې تاسو د الله او رسول ﷺ د احکامو اطاعت نه دی کړی، ځکه شریعت هم د حاکم په اطاعت ټینګار کوي.”
ملا هبتالله دا خطرناک دعوی د قرآن کریم د آیت “أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ” (النساء: ۵۹) پر بنسټ کړې، خو حقیقت دا دی چې که څوک د ځان لپاره مطلق اطاعت وغواړي، دا د شرعي نصوصو په فهم کې داسې خطا ده چې د علم د کموالي له امله نه، بلکې د استدلال د ترتیب د خرابۍ له امله رامنځته کېږي. نو اړینه ده چې د دې آیت معنا د سلفو مفسرینو په رڼا کې وپېژندل شي، نه د واک د غوښتنې په نظر کې.
د کندهار د سیمینار جنجالي څرګندونې
تر ټولو مخکې باید دا خبره په پام کې ونیول شي چې د “اولی الامر” په اړه د سلفو علماوو ترمنځ اختلاف شته، او همدا اختلاف دا دعوی باطله کوي چې یو شخص دې ځان د دې آیت قطعي مصداق وګرځوي. علامه محمود آلوسي په خپل تفسیر “روح المعاني” کې لیکي چې ځینو ویلي “اولی الامر” له اهل علم څخه مراد دي، او دا قول له ابن عباس، جابر بن عبدالله، مجاهد، حسن بصري، عطاء او نورو څخه روایت شوی، ځکه علماء هغه کسان دي چې د احکامو استنباط او استخراج کوي.
همدارنګه امام طبري، امام ابن کثیر او امام سیوطي د ابن عباس رضی الله عنه قول نقل کوي چې: “له اولی الامر څخه مراد اهل فقہ او دین دي”، او په بل روایت کې راغلي: “مراد ابوبکر او عمر دي”، او په بل قول کې “د رسول الله ﷺ د زمانې د لښکرو مشران دي.”
دا تنوع دا په ډاګه کوي چې “اولی الامر” کوم جامد شخصي لقب نه دی، بلکې داسې عنوان دی چې په بېلابېلو اعتباراتوسره په مختلفو ډلو تطبیقېږي. امام فخرالدین رازي وایي چې په صحیح قول کې له اولی الامر څخه مراد علماء دي، ځکه حاکمان پخپله د علماوو تابع دي، نه برعکس
د ابن عباس او سلفو علماوو اقوال
نو پوښتنه دا ده چې کله د “اولی الامر” په تعریف کې اختلاف موجود وي، او یو قوي قول یې علما بولي، نو یو شخص څنګه کولی شي د ځان لپاره د مطلق اطاعت دعوی وکړي؟
قرآن کریم د “اطیعوا” لفظ د الله او رسول لپاره په تکرار سره راوړی، خو د اولی الامر لپاره یې تکرار نه دی کړی، چې دا خپله دا ښيي چې د هغوی اطاعت مطلق نه بلکې مقید دی.
همدارنګه حدیث کې راغلي: “إنما الطاعة في المعروف” (اطاعت یوازې په نیک کار کې دی) او “لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق” (د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته). دا دواړه اصول دا ثابتوي چې اطاعت مطلق نه دی، بلکې مشروط دی.
نو هر څوک چې د دې آیت له مخې د ځان لپاره مطلق اطاعت وغواړي، هغه د شریعت له اصولو څخه انحراف کوي، د سلفو علماوو اقوال نادیده نیسي، او د حدیثو واضح حدود له پامه غورځوي
د امام رازي او نورو مفسرینو تحلیل
لنډه دا چې: د اولی الامر اطاعت شته، خو مطلق نه دی؛ احترام شته، خو د شریعت پر ځای د واک اختیار نه ورکوي.
دلته یو بل سوال هم راپورته کېږي چې د الله او رسول اطاعت مطلق دی، خو د اولی الامر اطاعت ولې مشروط دی؟ که فرض کړو چې اولی الامر حاکمان دي، نو حضرت ابوبکر رضی الله عنه ولې وویل چې که حق پر نه وم، اطاعت مه کوئ؟ حضرت عمر رضی الله عنه ولې وویل چې که خطا وکړم، اصلاح به مې کوئ؟ آیا هغوی قرآن نه پوهېدل؟
ملا هبتالله خپل احکام د الله او رسول ﷺ په شان ګڼي، خو دا فیصله چا کړې؟ څوک یې د اولی الامر په توګه ټاکلی دی؟ که یوازې حکومت د اولی الامر دلیل وي، نو اشرف غني او حامد کرزی هم حاکمان وو، نو بیا د طالبانو پخوانی جهاد څنګه مشروع کېدای شي؟
پایله: د شریعت او واک ترمنځ توازن
حقیقت دا دی چې د دیني اصطلاحاتو استعمال د شخصي واک د ټینګښت لپاره کېږي، څو څوک یې مخالفت ونه کړي، خو بیا پوښتنه دا ده چې ولې دا خبرې پټېږي او د رسمي خپرونو څخه حذف کېږي؟
طالبانو علما او مسؤلین باید په دې فکر وکړي چې دوی څوک د واک په څوکۍ ناست کړی دی