د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ هر کال د مې په درېیمه لمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د صحافت ارزښت څرګندول، د بیان ازادۍ پیاوړتیا او هغو خبریالانو ته درناوی کول دي چې د حقیقت د موندلو په لاره کې خپل ژوند قربانوي. دا ورځ په ۱۹۹۱ کال کې د یونیسکو له خوا وړاندې شوه او په ۱۹۹۳ کې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمي ډول ومنل شوه. له هغه وخت راهیسې دا ورځ په ټوله نړۍ کې د یاد او فکري تأمل په توګه نمانځل کېږي
د صحافت رول او اوسني چلنجونه
صحافت د ټولنې د فکري لارښوونې او د ډیموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې یو مهم ستن دی. په یوه مثالي ټولنه کې خبریال کولای شي بې له وېرې حقیقت بیان کړي، خو ننني نړیوال او سیمهییز حالات دا ازادي له جدي ننګونو سره مخ کړې ده. که څه هم معلومات ډېر ژر خپرېږي، خو د حقیقت بیه تر بل هر وخت لوړه شوې ده
د خبریالانو پر وړاندې خطرونه
په نړۍ کې خبریالان له بېلابېلو او پېچلو خطرونو سره مخ دي. په جګړهییزو سیمو لکه فلسطین، سوریه، اوکراین، افغانستان او نورو کې خبریالان د ژوند له مستقیم ګواښ سره مخ وي، او ډېر یې د دندې پر مهال وژل شوي دي. د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې هر کال لسګونه خبریالان وژل کېږي یا د هدفي بریدونو ښکار ګرځي
دا خطرونه یوازې جګړهییزو سیمو پورې محدود نه دي. حتی په ارامو ټولنو کې هم خبریالان له دولتي سانسور، د زورواکو ګواښونو او اقتصادي فشارونو سره مخ وي. ځینې وختونه پر هغوی دروغجنې مقدمې جوړېږي، بندیان کېږي یا د ټولنیزو رسنیو له لارې تر فشار لاندې راځي. د ډیجیټل دورې له امله آنلاین ځورونه او سایبري بریدونه هم زیات شوي دي
د ښځینه خبریالانو ستونزې
ښځینه خبریالان له ځانګړو ستونزو سره مخ دي، لکه جنسي تبعیض، ځورونه او د امنیت نشتوالی. که څه هم د هغوی شمېر زیات شوی، خو لا هم د رهبرۍ په کچه کم حضور لري او د معاش او پرمختګ په برخه کې له نابرابرۍ سره مخ دي. سره له دې، ډېرې ښځې د زړورتیا او وړتیا له لارې مهم مقامونه خپلوي.
ډیجیټل رسنۍ او جعلي خبرونه
ډیجیټل رسنیو د خبر خپرول ډېر چټک کړي، خو د تحقیق او تصدیق بهیر یې اغېزمن کړی دی. د جعلي خبرونو خپرېدل د صحافت اعتبار ته زیان رسوي، له همدې امله مسؤل صحافت تر بل هر وخت مهم شوی دی. خبریال باید تل د حقیقت، بېطرفۍ او تحقیق اصول مراعات کړي.
ازادي او مسوولیت
دا ورځ موږ ته دا هم راپه زړه کوي چې ازادي او مسوولیت سره نه بېلېږي. بېمسوولیته ازادي ګډوډي رامنځته کوي، خو مسووله ازادي په ټولنه کې عدالت، پوهاوی او توازن رامنځته کوي. ریښتینی خبریال هغه دی چې د ځواک پر وړاندې حق ووایي او د کمزورو خلکو غږ شي
پایله او پیغام
صحافت یو سپېڅلی مسلک دی، خو ارزښت یې هغه وخت پاتې کېږي چې اصولو ته درناوی وشي. د نن ورځې خبریال ته تر ټولو لوی ازمیښت دا دی چې له فشار، وېرې او لالچ څخه ځان وساتي او حقیقت ته وفادار پاتې شي. د مې درېیمه د هغو ټولو خبریالانو د قربانیو یاد دی چې د حق په لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړی، او دا ژمنه تازه کوي چې صحافت به یو ازاد، مسوول او باوقاره مسلک پاتې شي