تازه خبرونه

ایران :د ټرمپ سخت غبرګون د هرمز په تنګي کې د بندیز او سمندري عملیاتو اعلان

ټرمپ د اسلام‌آباد مذاکراتو یادونه وکړه؛ د پاکستان د مشرتابه، په ځانګړي ډول د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر د کوربتوب او رول ستاینه یې وکړه او ویې ویل چې خبرې نږدې ۲۰ ساعته روانې وې
امریکا خبرداری ورکړی؛ ټرمپ وایي ایران د اټومي سیاست له امله زیانمن شوی او د اړتیا په صورت کې د پوځي اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لري

امریکا خبرداری ورکړی؛ ټرمپ وایي ایران د اټومي سیاست له امله زیانمن شوی او د اړتیا په صورت کې د پوځي اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لري

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره وروستي مذاکرات په ظاهري ډول مثبت وو او پر ډېری مهمو ټکو موافقه هم شوې وه، خو د اټومي پروګرام اساسي مسئله حل نه شوه، چې له امله یې وضعیت بیا کړکېچن شوی دی. هغه اشاره کړې چې امریکا به په د هرمز تنګی کې سمدستي بندیزونه او سمندري اقدامات پیل کړي

ټرمپ په خپل بیان کې ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونه د نړۍ تر ټولو قوي ځواک دی او ورته لارښوونه شوې چې د هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو او داخلېدونکو بېړیو څارنه او مخنیوی وکړي، په ځانګړي ډول هغه کښتۍ چې ایران ته هر ډول باج یا پیسې ورکوي د هغه په وینا، د ایران له لوري د ماینونو د شتون ادعاوې “نړیواله باج‌اخيستنه” ده

اټومي پروګرام

هغه خبرداری ورکړی چې امریکا به د هرمز تنګي کې هر ډول احتمالي ماینونه له منځه یوسي او د هر برید یا ډزو سخت ځواب به ورکړي. ټرمپ زیاته کړې چې ایران ته د وضعیت د ختمېدو لاره معلومه ده، خو هغوی د خپل اټومي دریځ په اړه نرمښت نه ښيي

امریکایي ولسمشر ادعا کړې چې ایران د خپل اټومي سیاست له امله مخکې له مخکې زیانمن شوی، او د امریکا پوځ بشپړ چمتو دی او اړتیا پېښېدو سره نور اقدامات هم کېدای شي. هغه دا هم ویلي چې ځینې نور هېوادونه ممکن د احتمالي بندیز ملاتړ وکړي، خو دا خبره تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې

مذاکراتو یادونه

ټرمپ د اسلام‌اباد د مذاکراتو یادونه هم کړې او د پاکستان د مشرتابه، په ځانګړي ډول د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر د کوربتوب او رول ستاینه یې کړې، او ویلي یې دي چې دغه خبرې نږدې ۲۰ ساعته روانې وې

شنونکي وایي چې دا څرګندونې کولی شي د سیمې کړکېچ نور هم زیات کړي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي په څېر حساس نړیوال سمندري لارو کې، چې هر ډول پوځي اقدام یې د نړۍ د تېلو او سوداګرۍ پر بهیر ژور اغېز لرلی شي

Related Articles

که امریکا له ایران سره مقابله ونه کړي، باید له چین سره له شخړې ډډه وکړي

April 19, 2026

مودي به تر کومه د پاکستان ضد احساساتو پر بنسټ خلک استحصالوي؟ تاوتریخجنه بیانیه نفرت او ستونزې زیاتوي—نرېندرا مودي دې د سولې لاره خپله کړي

April 19, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایي وزیر مینا خان ویلي چې د محمود خان اچکزی له مشورې سره به چارې مخکې بوتلل شي او د مردان د جلسې په اړه احکامات د عمران خان له لوري ورکړل شوي دي

April 19, 2026

د ایشیا ټایمز د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په خبرو کې ډېره پاملرنه د تیلو او د رسد چارو ته اړولې وه، په داسې حال کې چې پاکستان د سیمې د سولې لپاره فعالې ډیپلوماټیکې هڅې جاري ساتلې دي

April 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *