اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو مذاکراتو پر مهال معلوماتو ته د محدود لاسرسي له امله د ځینو خبریالانو له خوا نیوکې شوې دي، په داسې حال کې چې نړیوالو خبریالانو دا عمل د “میډیا سرکس” څخه د مخنیوي یوه ستراتیژي بللې او د پاکستان ملاتړ یې کړی دی
ځینو خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې شکایت کړی چې نړیوال میډیا اسلام آباد ته رابلل شوې او په یو عصري میډیا مرکز کې ځای پر ځای شوې، خو نه بریفنګ ورکړل شوی او نه هم د مذاکراتو بهیر ته مستقیم لاسرسی ورکړل شوی، چې له امله یې د وضعیت په اړه واضح انځور نه دی ترلاسه شوی
امریکايي خبریاله کیټلین ډورن بوس
په مقابل کې امریکايي خبریاله کیټلین ډورن بوس دا نیوکه رد کړې او ویلي یې دي چې د سولې مذاکراتو ته د هرې شېبې سرلیکونو اړتیا نه وي. د هغې په وینا، “دا بهیر د میډیا لپاره نه، بلکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وي” او پاکستان د کوربه په توګه مسؤلانه رول ادا کړی دی
هغې زیاته کړې چې په داسې حساسو مذاکراتو کې د معلوماتو کنټرول د سفارتي اصولو برخه ده، څو فریقین د فشار پرته مهمې پرېکړې وکړي او له ناسمو او افواهاتو ډکو معلوماتو مخه ونیول شي
د سفارتي سرچینو په وینا، پاکستان د مذاکراتو پر مهال معلوماتي نظم ساتلی او یوازې رسمي سرچینو څخه یې معلومات خپاره کړي، څو بهیر اغېزمن او نتیجه لرونکی پاتې شي
شنونکي وايي دا بحث دا حقیقت روښانه کوي چې د سولې مذاکرات باید د “میډیا سرکس” پر ځای د سنجیده سفارتي تګلارې له مخې پر مخ یوړل شي، او پاکستان هم همدا اصل په پام کې نیولی دی