تازه خبرونه

په مرکزي او ختیځ افغانستان کې د سختو بارانونو اټکل شوی

ملګري ملتونه په افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی، چې د کورونو، کرنیزو ځمکو او زیربناوو د زیان احتمال شته
په افغانستان کې سخت بارانونه او سېلابونه؛ ملګري ملتونه د زیان د خطر خبرداری ورکوي

په افغانستان کې سخت بارانونه او سېلابونه؛ ملګري ملتونه د زیان د خطر خبرداری ورکوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) راپور ورکړی چې په افغانستان کې پراخ بارانونه دوام لري، او په مرکزي، ختیځو او سویل ختیځو سیمو کې د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی دی

دغه سازمان وایي، که څه هم باران د کرنیزو فصلونو لپاره ګټور تمامېږي، خو شدید ورښتونه د سېلابونو خطر زیاتوي او ښاري او کلیوالي سیمې، کروندې، زیربناوې او د خلکو معیشت زیانمنولی شي

همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې د تودوخې ټیټې درجې او د صفر څخه ښکته هوا په لوړو غرنیو سیمو کې د کرنې او مالدارۍ پر سکتور اضافي فشار راوستی، او د یخ وهلو خطر په شمال ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې موجود دی

ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان

په همدې حال کې، د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې هم په ۳۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو خبرداری ورکړی دی. وړاندوینه ښيي چې د سه‌شنبې په ورځ به د هېواد په ډېرو برخو کې باران وشي، پرته له فراه او نیمروز ولایتونو په ختیځو، مرکزي، جنوبي او سویل ختیځو سیمو کې د ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو اټکل هم شوی، او په سړو غرنیو سیمو کې د واورې ورېدو امکان شته. د باران کچه د ۱۰ تر ۶۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده

له ۲۶ مارچ راهیسې په افغانستان کې پراخ بارانونه، سېلابونه او واورې ورېدلې دي. د طالبانو د پېښو د مدیریت ادارې په وینا، په دې موده کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۱۵۴ ټپیان شوي دي دغه اداره زیاتوي چې ۹۵۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او نږدې ۴۰۰۰ نور کورونه جزوي زیانمن شوي دي. سېلابونو همدارنګه سلګونه کیلومتره سړکونه او د کرنې پراخې ځمکې له منځه وړي دي

که څه هم وروستیو بارانونو په ځینو سیمو کې د وچکالۍ د کمېدو هیلې پیدا کړې دي، خو له بلې خوا یې په ټول هېواد کې پراخ انساني او زیربنایي زیانونه هم رامنځته کړي دي

Related Articles

نړیوال مشران د امریکا–ایران اوربند هرکلی کوي، د پاکستان د منځګړیتوب ستاینه کوي او د چټکو ډیپلوماټیکو خبرو غوښتنه کوي ترڅو دایمي سوله رامنځته شي

April 9, 2026

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وینا، دواړو مشرانو په تېره شپه خبرو کې په لبنان کې د اوربند پر پرله‌پسې سرغړونو ژوره اندېښنه څرګنده کړه

April 9, 2026

مولانا خالد امین د جمیعت علمای اسلام (ف) ځايي مشر و، او په تېرو کې د سختدریځو ډلو پر ضد د دریځ له امله د هدف لاندې و

April 9, 2026

د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو تر ټولو مهمه لاره ده، چې هر ډول خنډ پکې د نړیوالې انرژۍ رسد او اقتصاد سمدستي اغېزمنوي

April 9, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *