د پاکستان او افغان طالبانو لوړپوړي پلاوي د مهمو مذاکراتو لپاره له اسلاماباد او کابل څخه بیجینګ ته روان شوي دي. د دغو خبرو اترو اساسي اجنډا د سرحد هاخوا ترهګري، احتمالي اوربند او د سرحدي امنیت اړوند مسایل بلل کېږي
د سرچینو په وینا، د دواړو هېوادونو د پلاوو مشري د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي کوي، او پکې د دفاع وزارت او نورو حساسو امنیتي ادارو استازي هم شامل دي
د چین په کوربهتوب ترسره کېدونکو دغو مذاکراتو موخه په سیمه کې د زیاتېدونکي کړکېچ کمول او د سرحدي مدیریت په اړه یو دوامداره چوکاټ جوړول دي
اوسنی وضعیت او دیپلوماتیک اهمیت
د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو او ترهګریزو پېښو له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سړې شوې دي. د دیپلوماتیکو چارو شنونکي دغه مذاکرات ډېر مهم بولي، ځکه چې د بېجینګ درې اړخیز میکانېزم دواړو لورو ته د امنیتي اندېښنو د حل لپاره یو باور وړ پلیټفارم برابروي تمه کېږي چې د دې سفر پر مهال به د ټي ټي پي په اړه د پاکستان اندېښنې او د سرحدي تګ راتګ ستونزې په تفصیل سره وڅېړل شي