تازه خبرونه

افغان طالبان له دوحه تړون ښکاره سرغړونه کوي

امریکایی مجلې فارن پالیسي په یو راپور کې لیکلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکیچ په هوارولو کې سعودي عربستان ، ترکي او قطر هم ناکامه شوي دي
په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان امریکا سره د دوحه تړون له لارې ژمنه کړې وه چې افغان خاوره به د بل هیواد پر ضد نه کاري خو نن ټوله نړۍ ویني چې ټي ټي پي افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان امریکا سره د دوحه تړون له لارې ژمنه کړې وه چې افغان خاوره به د بل هیواد پر ضد نه کاري خو نن ټوله نړۍ ویني چې ټي ټي پي افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

په کال ۲۰۲۱ کې د فرورۍ په ۲۸نیټه د امریکا او افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د دوحه تړون لاس لیک شو چې ترمخه ی د امریکا په مشرۍ کې د نیټو ځواکونو ژمنه وکړه چې دوی به خپل ځواکونو له افغانستان څخه اوباسي
د دوحه په تړون کې یوه مهمه ژمنه چې د افغانستان طالبانو امریکا سره کړې ده، د افغان خاوره د بل ګاونډی هیواد پر ضد نه کارول دي خو له بده مرغه د افغانستان طالبانو په دې ژمنه پوره کولو کې ناکامه ښکاري
د نړیوال سازمانو او ملګرو ملتونو د راپورونو ترمخه افغانستان کې تر ۲۰ ترهګرۍ شتون لري، په دې راپورونه کې دا هم ویلي شوي دي چې ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان د سیمې او په ځانګړي توګه د پاکستان لپاره لوی ګواښ دې
د پاکستان یو روښانه دریځ دې چې افغان طالبان دې د ټي ټي پي پر ضد اقدام وکړي خو بل لوري ته افغان طالبانو ترواسه د ټي ټي پي پر ضد کوم اقدام نه دې کړي او دا دله افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

یوې امریکايي مجلې فارن پالیسي په خپل راپور کې ویلي دي چې د افغان طالبانو او ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ د نظریاتي او عملي نږدېوالي له امله، افغان طالبان د ټي ټي پي پر ضد د اقدام کولو ته لیواله نه ښکاري
راپور کې ویل شوي چې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان د منځګړیتوب هڅې هم ناکامې شوې دي او دې هیوادونو هم و نه شو کولای چې افغان طالبان دې ته وهڅوي چې د ټي ټي پي پر ضد عملي ګامونه واخلي
فارن پالیسي لیکلي چې د طالبانو او هند ترمنځ مخ پر زیاتېدونکي اړیکې وضعیت نور هم پېچلی کړی دی، او طالبان ښايي له پاکستان سره کړکېچ د کورني ملاتړ د پیاوړتیا لپاره هم وکاروي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه به سختې پایلې ولري(هیډنګ)
راپور زیاتوي چې که څه هم د پاکستان او هند ترمنځ شخړې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي، خو که د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه ونښلي، نو دا به په سیمه کې د ترهګرۍ د خطرناک پراخېدو په څېر جدي پایلې ولري
جریدې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ ښايي لا پسې شدید شي، چې دا به په جنوبي اسیا کې د امریکا د ګټو پر ضد بریدونو ته لاره هواره کړي او په ټوله سیمه کې به پراخه ګډوډي رامنځته کړي
دلته هم ددې امریکایی مجلې د راپور ته په کتو سره باید یادونه وشی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ هم دې کړکیچ له امله د کال ۲۰۲۵ ،۱۲م اکتوبر څخه تر نن پورې ټول سرحدونه د سوداګریز فعالیتونو پر مخ تړل شوي دي
پاکستان غوښتنه کوي چې افغان طالبان باید د ټي ټي پي پر ضد اقدام و کړي ، د افغان طالبانو مشرانو او یو شمیر نور د افغانستان دیني عالمانو دا فتوی او اعلامیه جاري کړې چې هیڅ کوم وسله وال یا وسله واله ډله اجازه نه لري چې هغوی د امیر د اجازت پرته بل هیواد کې جګړې ته لاړ شي
په دې اعلامیه کې ښکاره ویل شوي دي چې که څوک دا کار وکړي او پرته له امیر اجازې بل هیواد ته لاړ شي نو دا به جهاد نه بلکې بغاوت وي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *