د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۹مه، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د شمسالدین شاهین ولسوالۍ ته نږدې له افغانستان څخه په ناقانونه ډول د داخلیدلو پر مهال د وسلهوالو افغان قاچاقبرو یوې ډلې سره نښته وکړه
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې اړوند سرحدي ځواکونو په وینا، شاوخوا د ماښام په ۷:۳۰ بجو پنځه افغان وګړي چې وسلې او نشهيي توکي یې لېږدول، د تاجکستان خاورې ته داخل شوي وو
د سرحدي سرچینو ترمخه کله چې سرحدي ځواکونو د درېدو امر ورکړ، ډلې پر اتومات وسلو ډزې پیل کړې او د شاتګ هڅه یې وکړه۔ د نښتې پر مهال درې قاچاقبران ووژل شول، خو دوه نور بېرته افغانستان ته وتښتېدل
امنیتي سرچینې وایی چې دا پېښه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د سرحدي نفوذ دوامداره ستونزه او د سیمې لپاره جدي امنیتي ګواښونه په ډاګه کوي۔
وسلهوال قاچاق؛ یوازې عادي جرم نه دی
د نیول شویو توکو لېست ښيي چې دا یو منظم او وسلهوال عملیات وو۔ د تاجکستان چارواکو درې کلاشینکوفونه له مګزینونو سره، شاوخوا ۱۵۰ مرمۍ، ګڼ تش کارتوسونه، څلور بوجۍ چې پکې د چرسو او اپیمو ۷۳ بستې شاملې وې، او هغه کښتۍ هم ضبط کړې چې د پنج سیند د اوښتو لپاره کارول شوې وه۔
د سرچینو ترمخه د وسلو شتون، لوژستیکي وسایل او همغږي حرکت دا څرګندوي چې دا عادي قاچاق نه، بلکې پوځي بڼه لرونکی قاچاق و۔
سرچینې وایی چې وژل شوي کسان د تخار ولایت اوسېدونکي افغان وګړي پېژندل شوي، هغه سیمه چې له پخوا د نشهيي توکو او وسلهوالو تګ راتګ لپاره مهمه دهلېز بلل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د سیمې امنیتي اغېزې
تاجک چارواکي وايي چې سرحدي وضعیت تر کنټرول لاندې دی او پلټنې روانې دي، خو پراخ انځور له پامه نه شي غورځېدلی
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغانستان لا هم د نشهيي توکو، وسلو او وسلهوالو ډلو د وتلو مرکز پاتې شوی، چې ګاونډي هېوادونه یې تل دفاعي حالت ته اړ کړي دي د طالبانو د امنیت د ټینګښت ادعاوې هغه وخت بېاعتباره ښکاري چې وسلهوالې ډلې کولای شي عملیات ترسره کړي، له بهرنیو ځواکونو سره ونښلي او بېرته په خوندي ډول وتښتي
د امنیتي چارواکو ترمخه نشهيي قاچاق له ترهګرۍ جلا موضوع نه ده؛ دا وسلهوالې شبکې تمویلوي، د جګړې اقتصاد پیاوړی کوي او د سیمې تاوتریخوالی زیاتوي
د دغو بهیرونو دوام دا ښيي چې د طالبانو واکمنۍ دا جوړښتونه نه دي ړنګ کړي، بلکې یا یې پرېښي او یا یې د نوو بڼو اخیستو ته زمینه برابره کړې ده.
د دفاعي چارو کارپوهان وایی چې تر هغه چې وسلهوال قاچاق او سرحدي نفوذ مهار نه شي، افغانستان به د ثبات پر ځای ناامني صادره کړي
دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د تاجکستان سرحدي پېښه یو ځل بیا دا حقیقت څرګندوي چې د سیمې امنیتي ګواښونه ژورې ریښې لري او تر هغو به دوام وکړي چې د نشهيي توکو، وسلو او وسلهوالو ډلو د تګ راتګ پر وړاندې جدي او عملي ګامونه پورته نه شي.