...

افغانستان چارواکي: تورخم له ۴۴۸ افغان کورنۍ هیواد ته راستنې شوې

د افغانستان مهاجرنیو د ثبت کمیټه وایی چې پرون ۲۴۶۹ افغان مهاجرین چې له پاکستان راستانه شوي وو په خوندي توګه ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته ولیږدول شو
پاکستان د تورخم او سپین بولدک دروازې د افغان مهاجرنیو پر مخ خلاصې کړي دي

پاکستان د تورخم او سپین بولدک دروازې د افغان مهاجرنیو پر مخ خلاصې کړي دي

د افغانستان حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور جاري کړې دې , راپور د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۸/۱۰هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۱/۹هـ ل نېټې سره، سمون خوري، راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶) کورنیو سره مجموعًا (۳۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۴۳۱) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۲۲۸)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۱۶۸)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د تورخم له لارې (۴۰۷)کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۲۲۹۷)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
له تورخم څخه (۴۴۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۶۹)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۹۵۲۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له(۴۷۶)کورنیو سره مجموعًا (۳۹۴۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۱۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

له کابل څخه (۱۹۵)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۳۴)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۵۴۳۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۴۲۱)کورنۍ او (۲۳۷۰)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۶۴۵)کورنۍ او (۳۴۲۲)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۴۸۷)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۴۱۸)عــــدده

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.