تازه خبرونه

ننګرهار کې د ټي ټي کمانډر په ډزو وژل شوې

امنیتي سرچینې وایی چې د فتنه الخوارج ډلې تحریک طالبان پاکستان کمانډر عمر فاروق وسله ولو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې له منځه وړې دې
د ټي ټي پي ډلې پاکستان کې د یو شمیر بریدونو ذمه واري په خپله غاړه اخستې ده

د ټي ټي پي ډلې پاکستان کې د یو شمیر بریدونو ذمه واري په خپله غاړه اخستې ده


د ناقانونه ګرځول شوې ډلې فتنه الخوارج تحریک طالبان پاکستان یو مشهور قومندان عمر عرف فاروق د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ډزو په پېښه کې ووژل شو
د سرچینو ترمخه ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه د ماښام په ۵ بجې او ۳۵ دقیقو د ضلع خیبر د تحصیل جمرود د کوکي خېل سیمې اوسېدونکی د فتنه الخوارج قومندان عمر عرف فاروق د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو وسله‌والو کسانو د ډزو په پایله کې ووژل شو


د امنیتي سرچینو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې بریدګرو پر نوموړي ډزې وکړې، چې له امله یې هغه په هماغه ځای کې ژوند له لاسه ورکړ.
سرچینې زیاتوي چې یاد قومندان په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان څخه د پاکستان د ضلع خیبر وادي تیراه ته داخل شوی و او هلته یې تخریبي فعالیتونه کول، خو په ۲۰۲۳ کال کې بیا بېرته افغانستان ته تللی و.


چارواکي وایي، د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي او د سیمې امنیتي وضعیت له نږدې څارل کېږي
دا هم مهمه ده چې باید یادونه وشی چې د ناقاونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان د افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي او تراوسه ی یو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د یو شمیر خونړي بریدونو ذمه واري پر غاړه اخستې ده

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *