د تاجکستان لوړه پوړه حکومتي چارواکو ویلي دي چې له ګاونډي هېواد افغانستان څخه هغه څلور کسان یې وژلي دي، چې په رسمي ډول ی تاجک حکومت ترهګر بولي او تاجکستان سیمې ته د رادخلیدلو پر مهال وو
د نړیوالې خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي او له افغان لوري په چینایی وګړو د ډرون برید هم ترسره شوې دې
د تاجکستان د امنیتي ادارو په وینا، دا عملیات د جنوبي خاتلون په سیمه کې هغه مهال ترسره شول، کله چې وسلوالو کسانو د وسلو ایښودلو څخه انکار وکړ او تاجکي ځواکونو پر دوی ډزې پیل کړې
د تاجک چارواکو په وینا، د نومبر له میاشتې راهیسې د افغانستان سره پر پوله لږ تر لږه د دې ډول پنځه پېښې شوې دي، چې په ټولیز ډول پکې ۱۶ کسان وژل شوي دي په دې وژل شویو کسانو کې د یو چینایی شرکت چینایی وګړي هم شامل دي چې له افغان خاورې د بمي ډرون برید ترهدف لاندې راغلل
د نړیوالې خبري اژانس د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې تاجک سرحدي ساتونکي، چینایي وګړي او هغه کسان شامل دي چې د تاجک حکومت له خوا د نشه ی توکوو سمګلران او ترهګر بلل کیږي
دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د تیرکال ۲۰۲۵ د نومبر په میاشت کې پر چینایي وګړو له بریدونو وروسته، تاجک چارواکو د افغان طالبانو له حکومت څخه غوښتي وو چې په دې بېثباته سرحدي سیمه کې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي دا هم باید یادونه وشی چې د تاجکستان حکومت لوري په سرحدي سیمو کې په تاجک ځواکونو برید کوونکي ترهګر ګرځول شوي دي او تاجک حکومت له افغان طالبانو هم غوښتي چې دې ترهګرو پر ضد دې اقدام وکړي
نورخبرونه: افغانستان لوري د چینايي کارکوونکو پر ضد وسلهوال ډرون بریدونه شوی: تاجکستان
پاکستان له افغان خاورې په تاجکستان د ډرون برید غندلی، دا ی یو لوی جدي ګواښ ګرځولې
په بدخشان کې پر چینايي وګړو برید په تړاو تر دوو درځنو زیات کسان نیول شوي