...

افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده
سرچینې وایی دواړه لوري په جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي دي

سرچینې وایی پاکستان سرحدي ځواکونو افغان ځواکونو ډزو ته سخت غبرګون وښودلو او پر افغان ځواکونو ی سختې ځوابې ډزې کړي

په پاک  افغان پوله نن د ګل په ورځ  د افغانستان طالب ځواکونو د کندهار معروف ولسوالۍ کې له پاکستاني پوځیانو سره نښته کړې ده.

سرچینو ایچ ٹی این ادارے ته ویلي دي چې  جګړه نن له ماسپښین وروسته د کندهار د معروف ولسوالۍ د اپان او ګړۍ کلیو کې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ د اغزن سیم غځولو پر سر شوې ده ، له افغان لوري پر پاکستان ځواکونو ډزې پیل شوې چې پاکستاني ځواکونو د افغان لوري ډزو ته کلک ځواب ورکړو   

سرچینو زیاته کړہ چی افغان ځواکونواو پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ازغن تار په سر شخړه رامنځته شوه او د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو تبادله شوه چې بیا لږ وخت وروسته دریدلې

جګړه کې افغان لوري ته زیان نه دی اوښتی ، سرچینې وایی د پاکستان لوري هم د کوم ځاني زیان راپور نه دې ورکړل شو

سرچینې وایی پاکستاني سرحدي ځواکونو د افغان طالب ځواکونو ډزو ته کلک غبرګون وښود او د درنو او سپکو وسلو سره ی د افغان طالبانو ډزو ته سځت ځواب ورکړو چې بیا لږ ساعت وروسته ډزې دریدلي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د پاکستان او افغان طالبانو حکومت ترمنځ روانې شخړې له امله له ۱۲م اکتوبر څخه تر نن ۱۹م دجنورې پورې چې نن ی ۱۰۰ سل ورځې پوره شوې ټول سرحدونه د سوداګرۍ پر مخ تړلي دي دا هم باید یادونه وشی چې د کال ۲۰۲۵ د اکتوبر په میاشت کې د دوحه مذاکرتو او بیا د نومبر کال ۲۰۲۵ د ترکي مذاکراتو وروسته د پاکستان او افغانستان چارواکو په ډزبندۍ هوکړه کړې وه خو نن دا ډزبندي له افغان لوري ماته شوه او په سرحد ی پر پاکستاني ځواکونو ډزې پیل کړې

نورخبرونه:  افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

 افغانستان لوري په پاکستاني پوستو برید شوې

افغان لوري ډرون برید: تاجکستان کې درې چینایی وګړي له منځه وړي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.