د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدی اعلان کړی چې په باجوړ کې د وروستي عملیاتو پر مهال په جزوي توګه زیانمنو شوو کورونو د بیا رغونې لپاره ورکړل کېدونکې مرسته له یو لک او ۶۰ زرو روپیو څخه ۵ لکو روپیو ته لوړه کړل شوې ده
د وزیراعلیٰ سهیل آفریدی په مشرۍ کې پرون د باجوړ د پارلیمنټیرین او قامي مشرانو ترمنځ جرګه ترسره شوه، چې پکې جرګې پر وزیراعلیٰ بشپړ باور څرګند کړ او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ
په جرګه کې د صوبې د امن و امان پر وضعیت او د پرمختیایي تګلارې په اړه هر اړخیز بحث وشو۔
وزیراعلیٰ د غونډې پر مهال په باجوړ کې د وروستي عملیاتو له امله د جزوي اغېزمنو شوو کورونو د بیا جوړولو لپاره د مرستې زیاتولو اعلان وکړ او وې ویل چې وس په کمو زیانمنو کورنیو ته ۵۰۰۰۰۰پینځه لکه روپۍ ورکړل شی ترڅو دوی بیا خپل کورونه جوړ کړي
د جرګې ګډونوالو د دوامداره امن د ټینګښت لپاره بېلابېلې سپارښتنې وړاندې کړې۔
په دې موقع سهیل آفریدی وویل چې په صوبه کې د امن د ټینګښت لپاره قومي مشرانو، ولس، پولیسو او امنیتي ځواکونو سترې قربانۍ ورکړې دي، او د ۲۰۱۸ کال قربانیو په پایله کې په هېواد کې بشپړ امن ټینګ شوې
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې تیرکال ۲۰۲۵ کې اګست په میاشت کې په بجوړ کې د ترهګرو پر ضد اپریشن ترسره شو چې پکې یو شمیر ترهګر له منځه یوړل شول او د پاکستان پوځ یو میجر هم شهید شو
سهیل آفریدی د ضم شوو ضلعو لپاره په پولیسو کې د ګمارنو په برخه کې د عمر حد لوړولو او د باجوړ د شهیدانو پیکج پر چارو د چټکتیا لارښوونه وکړه۔
هغه د امن د ټینګښت او ملي پرمختګ کې د مهم رول لرونکو قومي مشرانو ته د امنیت برابرولو امر هم وکړ
وزیراعلیٰ وویل چې د ضم شوو ضلعو لپاره د روښان قبایل پیکج تر چتر لاندې موجود ښوونځي او روغتونونه به لا ښه او معیاري کړل شي
نورخبرونه: د پاکستان او افغانستان امن خبرو ملاتړي یو: وزیراعلی سهیل افریدي
اسلام آباد کې مهمه غونډه:د خیبرپښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي ګډون نه دې کړې
د پاکستان تحریک انصاف سهیل افریدي وزیراعلی خیبر پښتونخوا جوړیدې شي که نه