تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کې د پولیو بل مثبت کیس مخې ته راغلې

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي
پولیو یوه خطرناک رنځ دې چې انسان ټول عمر لپاره معذوره کولې شي

د ضم ضلعې شمالي وزیرستان سپین وام دې مثبت پولیو کیس سره په ټوله خیبر پښتونخوا کې د پولیسو مثبت کیسونه شمیر په کال ۲۰۲۵ کې ۲۰شلو ته اوچت شوې دې

پېښور: د پاکستان په  خیبرپختونخوا صوبه  کې د پولیو رنځ  یو بل مثبت کیس  مخې ته راغلې دې ، د روغتیا محکمې له مخې، د پولیو د مخنیوي لپاره د نیشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ  لابراتوار په خیبرپختونخوا کې د پولیو د یوې نوې قضیې تصدیق کړې دې

د روغتیا د محکمې په وینا، د شمالي وزیرستان د سپین وام په یونین کونسل کې د څلورو میاشتو یوې ماشومه کې د پولیو وایرس تشخیص شوې دې ، چارواکي وايي، دغه قضیه د تېر دسمبر په میاشت کې د پولیو لابراتوار ته راپور شوې وه او وس ی راپور مثبت راغلې دې

اړوند چارواکي وایی چې په ۲۰۲۵م کال په جریان کې په خیبرپختونخوا کې د پولیو د قضیو شمېر ۲۰ ته ورسیدلو

د تفصیل له مخې، له شمالي وزیرستان څخه ۵، له لکي مروت او ټانک څخه ۴، ۴، له بنو څخه ۳، له تورغر څخه ۲ او له ډېره اسماعیل خان او کوهستان لوئر څخه د مثبت پولیو کیسونو دوه ،دوه کیسونه راپور شو

د روغتیا محکمې وايي، تېر کال په ټول هېواد کې د پولیو د قضیو مجموعي شمېر ۳۱ ته رسیدلې

یاده محکمه وایی چې د پولیسو مثبت کیسونو کې له خیبرپختونخوا څخه ۲۰، له سند څخه ۹، او له پنجاب او ګلګت بلتستان څخه یو یو د پولیس کیس مخې ته راغلې دې

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې ، د صحت اړوند پوهانو او ډاکټرانو ترمخه پولیو یوه خطرناک رنځ دې چې د انسان ژوند اخستلې شي او یا ی د ټول عمر لپاره معذورولې شي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *