د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان دیني عالمان په دې راضي دي چې ددوی په هیوادونو کې هیڅ کوم وسله وال جنګ جایز نه دې
نوموړي ویلي دي وسله والې ډلې هم باید په دې خبره ډیر غور او فکر وکړي او د یو بل پر ضد باید له تاوتریخوالي ډډه وکړي
د مولانا فضل الرحمان دا بیان په داسې وخت کې راغلې دې چې د افغان طالبانو لوري د ترهګرو پر ضد اقدام نه کولو وروسته پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه تړلي دي او درې میاشتې وشوې چې سرحدونه له هم بند دي
د پاکستان له ډیر وخت راهسي یو روښانه دریځ دې چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي، ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان په افغان خاوره د بریدونو پلانونه جوړوي او بیا ی د پاکستان پر ضد ترسره کوي
خو له بده مرغه افغان طالبان له دې انکار کوي او په خپله خاوره ی ښکاره د ترهګریز بریدونو اجازه ورکړې ده او ټي ټي پي افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
د کال ۲۰۲۵ په دسمبر میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان طالب چارواکو لوري یو مهم خبر مخې ته راغلو
افغان دیني عالمانو او طالب چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړې وو چې له دې هیواده څخه پرته له امیر اجازه بل هیواد ته د جګړې لپاره تلل به حرام او بغاوت وي
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د دیني عالمانو او افغان طالبانو لوري جاري شوي پرېکړه لیک یوه ماده له افغانستان نه په نورو هېوادونو کې د جګړه ییزو فعالیتونو څرنګتیا ته بېله شوې، چې ظاهرا د ټي ټي پي فعالیتونه او په پاکستان کې د افغان طالبانو جګړه ییز فعالیتونه ترې هدف دي
پرېکړهلیک کې ویل شوي وو چې د طالبانو د ژمنې له مخې باید د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او هغه کسان چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ځي د افغانستان د شرعي امیر له امر سرغړونه کوي
په پرېکړه لیک کې ویل شوي وو چې د مسلمانانو عزت او وقار په وحدت او اتفاق کې نغښتی دی، پر ټولو مسلمانانو او اسلامي هېوادونو لازمه ده چې له یو بل سره د اخوت په چوکاټ کې نيک او رغنده اړيکې ولري
په داسې وخت کې چې افغان دیني عالمان او افغان طالب چارواکي پرته د امیر اجازت جنګ بغاوت بولي خو له دې سره بیا هم د ټي ټي پي پر ضد اقدام نه کوي او نه دوی ته لارښوونه کوي چې د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه کول جایز نه دي، یو شمیر پوښتنې او اندیښنې را ولاړوي
افغان طالبانو باید له دې ضدي سیاست ډډه وکړي ،په سیمه کې ترهګرۍ پر ضد اقدامات وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل فعال او مثبت رول ولوبوي
نورخبرونه: هیڅوک اجازه نه لري چې له افغانستان څخه د بل هیواد پر ضد جګړې له لاړ شي: افغان دیني عالمان