نن د نهې په ورځ د جنورې په ۱۳دیارلسمه نیټه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونو د عام مسافرو او تجارتي فعالیتونو پر مخ تړلي دي
د پاکستاني چارواکو ترمخه افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو او د افغان لوري د ترهګر پر ضد اقدام نه کولو وروسته پاکستان د احتجاج په توګه افغانستان سره خپل ټول سرحدونو تړلي دي
د پاکستان او افغانستان سوداګر وایی سرحدونه تړل د دواړو لوري قومي اقتصادي ته مالي زیان رسوي او د عام وګړو ژوند هم بد اغیزمنوي
د پاکستان او افغانستان د سوداګرې ګډې خونې مرستیال مشر ضیاالحق سرحدي وایی چې سرحدونه باید د تجارتي فعالیتونو پر مخ و نه تړل شي
نوموړي اوویل چې سرحدونه نه یوازې د پاکستان اقتصادي کمزورې کوي بلکې د افغانستان اقتصاد ته هم ډیر تاوان رسوي ځکه د پاکستان له لارې افغان سوداګر په ډیره ارزانه بیعه او په کم وخت کې خپل سوداګریز توکي افغانستان ته انتقالولې شي
نوموړي اوویل چې د خیبرپښتونخوا اقتصاد تر ډېره د پاک ـ افغان سوداګرۍ پورې تړلی دی، او د صوبې له ۹۰ سلنې څخه زیات صادرات د تورخم پولې په ګډون د خیبرپښتونخوا د کسټمز سټېشنونو له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي۔
هغوی اوویل چې له دې صادراتو ملکي خزانې ته په اربونو روپۍ ټیکس جمع کیږي او ددې صوبې کارخانې او نور اقتصاد ډیره وده کوي
هغه اوویل چې د سرحدي بندش له امله د سمنټو، ټیکسټایل، درملو، ساختماني سامان او کرنیزو اجناسو صادرات په بشپړه توګه اغېزمن شوي، چې تر دې دمه صوبې ته شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ اربه روپۍ مستقیم تاوان اوښتی دی
هغه له دواړو ،پاکستان او د افغانستان حکومتونو څخه اوغوښتل چې باید دوی روانه شخړه د خبرو اترو له لارې هواره کړي او سرحدونه د تجارت لپاره پرانستل شي
ذاکر عمر شینواري: افغان حکومت باید امدادي سامان کاړو ته اجازه ورکړي
بل لوري ته په تورخم کې له تیرې اونۍ راهیسي د ملګرو ملتونو امدادي سامان ډک کانټینرونه هم بندې پاتې دي، د سرحد سرچینو پاکستان لوري دې امدادي سامان کانټینرو ته اجازه ورکړل شوې ده خو له افغان لوري دې امدادي سامان ګاړو ته اجازه نه ورکول کیږي او تراوسه په بارډر بند پاتې دي
ذاکر عمر شینواري، په تورخم پوله د مزدوارانو اتحادیی مشر دې، هغه وایی چې افغان چارواکي باید دې امدادي سامان کانټینرو ته اجازه ورکړي ترڅو دا امدادي سامان افغان اولس ته ورسول شي
هغه اوویل چې د امدادي سامان ګاړو مخه په یو حالت کې هم باید بنده نه شي او باید دې امدادي سامان ګاړو ته اجازه ورکړل شی چې افغان اولس ته ورسول شي
نورخبرونه: افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل
زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان
هیڅوک اجازه نه لري چې له افغانستان څخه د بل هیواد پر ضد جګړې له لاړ شي: افغان دیني عالمان