تازه خبرونه

ایران :  د اسرایل موساد ادارې یو شکمن جاسوس مو نیولې

ایران وایی مشکوک تن د ټولنیزو شبکو او ګرځنده اړیکو له لارې د جلب، روزنې او همغږۍ اعتراف کړې
په تهران کې د عملیاتو پر مهال ایراني امنیتي ځواکونه، د موساد پورې تړلي مشکوک کس تر نیول کېدو وروسته

په تهران کې د بهرني استخباراتي شبکې سره تړلي مشکوک کس چارواکو ته ویلي او منلې ی ده چې له پیل څخه ورته دا ښوول شوي وو چې کوم کارونه وکړي او له کومو کارونو ډډه وکړي

 ایراني امنیتي ځواکونو یو داسې کس نیولی چې تور پرې لګېدلی د اسراییلي رژیم د استخباراتي ادارې موساد  سره اړیکې لري

 چارواکو ویلي چې یاد مشکوک کس د تهران په وروستیو احتجاجونو کې د ګډون تر کوشش لاندې فعالیت کاوه.

د امنیتي سرچینو په وینا، شکمن کس د ولسي ګډوډۍ له وضعیت څخه په استفادې پټ ماموریتونه ترسره کول، چې د موساد له اړوندو عناصرو څخه ورته سپارل شوي وو.

ایراني چارواکو نوموړی د صهیونیستي رژیم د جاسوسي شبکې غړی بللی چې د اعتراضونو منځ ته د نفوذ له لارې یې د بهرني استخباراتو موخې تعقیبولې.

د اسرایل له خوا په دحقله کوم غبرګون نه دی رپورټ شوی

د لومړنیو پلټنو پر مهال، د شکمن کس د اعترافاتو ځینې برخې خپرې شوې دي. هغه ویلي چې د جلب، روزنې او اړیکو لپاره ټولنیزې شبکې لکه انسټاګرام او ټیلیګرام کارول کېدې، او کسان د هغوی د فعالیت، خوښو او تعامل پر بنسټ پېژندل کېدل. د ده په وینا، ګمارل شوو کسانو ته د مالي او لوژستیکي ملاتړ ژمنې ورکول کېدې.

مشکوک تن دا هم منلی چې له پیل څخه ورته دا ښوول شوي وو چې کوم کارونه وکړي او له کومو کارونو ډډه وکړي، او ټولې لارښوونې ورته له لرې ورکړل شوې وې. د هغه په خبره، ټولې روزنې او عملي لارښوونې یوازې د یوې ګرځنده ټیلیفون له لارې ورکول کېدې.

د خپلو سپارل شوو ماموریتونو په اړه نوموړي وویل چې په لومړي سر کې ورته د خلکو کورونو ته د تګ لارښوونه شوې وه، خو وروسته ورته امر وشو چې خپل فعالیتونه بازارونو او عامه ځایونو ته انتقال کړي. هغه زیاته کړه چې ماموریتونه ورو ورو بدل شول او تر ډېره د پیسو پر بنسټ ولاړ شول

ایراني چارواکي وایي، دا نیونه د هغو هڅو یوه بېلګه ده چې بهرني استخباراتي خدمات یې د ټولنیزې بې ثباتۍ د رامنځته کولو او د هېواد د ګډوډولو لپاره کوي. پلټنې لا روانې دي او امنیتي چارواکو ویلي چې د قضیې له پرمختګ سره به نور جزیات هم خپاره شي۔ په وروستو کی په ایران کی د سوداګرو او اولس له خوا د حکومت په سخت احتجاجونه پیل شوی وو چی لاامل ی د ایرانی ریال د ډالر په مقابل ارزښت ښودل شوی وو او په ګرانی کی اضافه شوی وه

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *