پېښور: د پېښور په باچا خان نړيوال هوايي ډګر کې د سخت دهند له امله د لید شرح تر ۵۰ مټرو پورې راکم شوی، چې له کبله یې د الوتنو چارې سختې اغېزمنې شوې دي.
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې (پي اې اې) وویلی د خراب موسم له امله ګڼې الوتنې ځنډېدلې او ځینې نورو ته د بدلو هوايي ډګرونو لارښوونه شوې ده
د پي اې اې له مخې، له شارجه څخه پېښور ته روانه د پاکستان نړيوال هوايي شرکت الوتنه پي کې ۲۵۸ د خراب موسم له امله لاهور ته واړول شوه او د ابوظهبۍ څخه راتلونکې د پي آئي اې الوتنه پي کې ۲۱۸ کراچۍ ته اوګرځول شوه.
همدارنګه، له دوبۍ څخه پېښور ته روانه الوتنه پي کې ۲۸۴ اسلاماباد ته واړول شوه.
چارواکي وایي چې له دوبۍ څخه راتلونکې د امارات هوايي شرکت الوتنه اي کې ۶۳۶ او له ابوظهبۍ څخه راتلونکې د اتحاد هوايي شرکت الوتنه اي وایی ۲۷۶ د خراب موسم له امله ځنډېدلې دي.
د پېښور څخه ابوظهبۍ ته روانه د اتحاد هوايي شرکت الوتنه اي وایی ۲۷۷ او له پېښور څخه دوبۍ ته روانه د امارات هوايي شرکت الوتنه اي کې ۶۳۷ هم ځنډېدلې دي. د پاکستان هوايي ډګرونو ادارې ویلي چې تر ورځې شاوخوا يوولسو نيمو بجو پورې د لید شرح د خراب پاتې کېدو امکان شته، چې له امله به د هوايي تګ راتګ بهير اغېزمن پاتې شي. مسافرو ته سپارښتنه شوې چې د خپلې الوتنې په اړه تازه معلومات د اړوندو هوايي شرکتونو څخه ترلاسه کړي