د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو تخار او بدخشان کې د نوې ناامنۍ راپورونه ورکړل شوي چی پکی ځایی اوسېدونکو د هغو کانکېندنیزو فعالیتونو پر ضد احتجاجونه کړي
د افغانستان د ازادۍ فرنټ وویلی د طالبانو د ولسي غونډو او لاریونونو د خورولو لپاره له ژوندیو مرمیو او زور څخه کار اخیستی، چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان شوي او لږ تر لږه د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو رژیم له خوا په دی اړه څه بیان نه دی راغلی
ازادی فرنټ وایی دا لاریونونه د هغو کړنو پر ضد پیل شوي وو چې خلک یې ناقانونه او استعماري کانکېندنه بولي او د ځایي خلکو ژوند او طبیعي سرچینو ته زیان رسوي.
ځایی خلق ادعا کوي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو له سخت تاوتریخوالي څخه کار اخیستی،
مظاهرې یې ځپلې او یو شمېر ګډونوال یې نیولي دي. د مرګ ژوبلې شمېرې لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
په یوه جلا پېښه کې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو ځواکونو د ملي مقاومت د یو وژل شوي غړي جسد ته سپکاوی کړی، چې دا یې د انساني کرامت ښکاره سرغړونه بللې ده.
د راپور تر خپرېدو پورې د طالبانو چارواکو د دغو تورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښود
دغه پېښې په شمالي افغانستان کې د طبیعي شتمنیو د لوټ په وړاندې د ولسي مقاومت د زیاتېدو نښه بولي او وایي چې دا هر څه د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت د کمزورۍ څرګندونه کوي.
ملکی مقاومت ډلې د ټینګې او پرېکنده ځواب خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د مسؤلو کسانو د حساب ورکولو لپاره به هڅې روانې وساتي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د وروستیو مظاهرو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د قومندان ظفر د وژل کېدو خبر یې هم ورکړی، چې هغه یې شهید بللی دی. د تخار، بدخشان او د بغلان د ځینو سیمو وضعیت لا هم ترینګلی دی او د ځایي نښتو او احتجاجونو راپورونه پرلهپسې ترلاسه کېږي