پاکستان د ملګرو ملتونو لوري د وینزویلا شخړې په اړه راغوښتل شوې د امنیت شورای غونډه کې د امریکا پر اقدام ژوره اندېښنه څرګنده کړې دې
پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورای په غونډه کې د ونزوېلا په اړه د امریکا پر پوځې اقدام ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې داسې یو طرفه ګامونه کولای شي سیمه ییز او نړیوال ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړي
دا څرګندونې د پاکستان ملګرو ملتونو کې استازي عثمان جدون د امنیت شورای بیړني غونډې ته د وینا پر مهال وکړې
هغه وویل چې د کیریبین په سیمه کې بېثباتي د نړۍ لپاره “ښه نښه نه ده”، ځکه نړیوال نظام له وړاندې له ګڼو کړکېچونو او جګړو سره مخ دی
عثمان جدون ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د هر هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد زور کارول یا د زورزیاتي ګواښ کول قابلِ قبول نه ديي
ده زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو منشور هېوادونه په یو بل هیواد کې له مداخله کولو څخه پابند ګرځوي، پاکستاني استازې یو طرفه پوځي اقدام د ملګرو ملتونو د منشور خلاف او د حاکمیت له اصل سره په ټکر کې وباله
نوموړي خبرداری ورکړ چې دا ډول اقدامات نه یوازې نړیوال قانوني چوکاټ کمزوری کوي، بلکې راتلونکو کلونو کې یې پایلې “غیرمتوقع او له کنتروله وتلې” کېدای شي.
عثمان جدون په پای کې وویل چې په داسې نازک حالت کې یوازینۍ معقوله لاره مکالمه او ډیپلوماسي ده. هغه له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې له زغم کار واخلي، تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې او پرامنه ګډ ژوند لپاره ګامونه واخلي