د رون کال جنورۍ په ۲مه او ۳مه نېټه، ناقانونه ګرځولې شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان د اجرايه شورا يوه لوړه کچه غونډه د پلازمینې کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې ترسره شوه
ناقانونه ګرځول شوې ددې ډلې ددغه مهمې غونډې مشري نور ولي محسود کوله
د سرچینو ترمخه د غونډې اجنډا د ټي ټي پي د ۲۰۲۶م کال لپاره د تنظیمي بدلونونو او د پاکستان پر ضد د نوې ترهګریزې تګلارې پر جوړولو متمرکزه وه
سرچینې وایی چې نور ولي د نوې مشرتابه او د قوماندې د جوړښت منظوري ترلاسه کړه، غونډه د يو ډېر خوندي دولتي مېلمستون دننه وشوه
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې افغان طالبان خو له دې انکار کوي چې دوی افغان خاوره د پاکستان پر ضد نه کاروی خو بیا داسې غونډې تایدوي چې نا داسې نه ده بلکې افغان طالبانو د ترهګرو ډلو لپاره اسانتیاوې برابروي ترڅوی دوی بریدونه پلان کړي او په پاکستان کې ی ترسره کړي
سرچینې وایی چې د غونډې ګډونوال څو څو ځله تلاشي کېدل؛ موبایل، راډیو او هېڅ ډول برقي وسايل تردې پورې چې د لاس ساعتونه ی هم نه پریښودل چې د غونډې ځای ته ی ځان سره ویسي
سرچینې وایی چې د غونډې ځای ته نورو کسانو داخلیدلو له وېرې له مشران لومړی په جلا ځای کې تلاشي کړې شول او بیا وروسته په سخته سیکوریټۍ کې د افغان حکومت استخباراتي میلمستون ته ورسول شول
سرچینو دا هم ویلي دي چې د ژور بېباورۍ له امله د غونډې ځای شپه تر شپی بدل شو او د غونډې مشران نامعلومو ځایونو ته يووړل شول او بله ورځ يو بل مېلمستون کې بیا غونډه ترسره شوه
جماعت الاحرار ی له غونډې او نوي انتظام بهر کړې
سرچینې وایی چې د جماعت الاحرار ډله ی له ټي ټي پي دې مهمې غونډې هم بهر پریښودله او له ټي ټي پي نوي انتظام څخه ی هم بهر کړې ده
دلته بیا سرچینې وایی چې د جماعت الاحرار ډلې مشرانو ه جلا غونډه په برمل کې وکړه، چې پکې عمر مکرّم خراساني او شاه عالم محسود ګډون وکړو
د افغان طالبانو دریځ او ټي ټي پي غونډه
افغان طالبان له دې انکار کوي چې افغان خاوره د بل کوم هیواد پر ضد نه کارول کیږي خو بیا په پلازمینه کابل کې داسې غونډې دا څرګندوي چې افغان خاور د پاکستان پر ضد کارول کیږي ځکه افغان طالبان د ټي ټي پي په شان ترهګرو ډلو لپاره په افغانستان کې اسانتیاوې برابروي چې دی الته د پاکستان پر ضد د بریدونو پلانونه جوړ کړي او بیا پاکستان کې ترسره کړي
د دوحه تړون سرغړونه
دفاعي شنونکي وایی چې افغان طالبانو په دوحه تړون کې ژمنه کړې ده چې افغان خاوره به د بل کوم هیواد پر ضد نه کارول کیږي خو د کابل ټي ټي پي غونډه ښایی دا خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي
شنونکي وایي چې دا ښایی د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي او دا د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده چې په کابل کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې غونډه ترسره کیږي
دا مهم ده چې یادونه وشی چې ناقانونه ګرځول شوې ټي تي پي ډلي په دې وروستیو کې په پاکستان کې د یو شمیر خونړي بریدونو ذمه واري په خپله غاړه اخستې ده
نورخبرونه: کابل کې د ټي ټي پي په مشرانو برید: کابل په پاکستان تورونه لګولي
ټي ټي پي جنګېالي نورو سیمو کې آبادول: په ځانګړې شویو مرستو پوښتنې را اوچتې شوي