تورخم: د افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته واپس راستنې شویو کورنیو په اړه د د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې
راپور د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۱۳هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۱۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري، په راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي
د اسلام کلا له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۰۳۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۳۳۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د سپین بولدک له لارې (۳۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۸)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي
له سپین بولدک څخه (۶۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴۲)تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۵۳۴۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶)کورنیو سره مجموعًا (۲۷۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۴۰۷)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۶)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د تورخم له لارې ۳۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۱۸۴۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰۳)کورنیو سره مجموعًا (۱۶۲۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۳۷)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
له کابل څخه (۸۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۶۸)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۱۴۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۳۹۰)کورنۍ او (۲۰۹۶)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۱۵۰)کورنۍ او (۸۱۱)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۲۵۶)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۳۷۳)عــــدده
نورخبرونه: امریکا افغانستان کې خپلې دفاع لپاره اقدامات کوي: زلمې خلیلزاد