د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې شپاړسم راپور د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د حکومتولۍ تر ټولو باوري نړیوال ارزونی وړاندې کړی
په راپور کې د داسې سیاسي نظام انځور وړاندې شوی چې په کې واک په شدیده توګه متمرکز، ایډیالوژیک کنټرول، ادارې کمزورې او داخلي اختلافات له امله تل پاتي حل ګران شی
د راپور له مخې، لوړ او وروستی واک د طالبانو له مشر هبتالله اخوندزاده سره دی، چې د امیرالمؤمنین په توګه ټول اختیار لري. نوموړی یوازې یو سمبولیک مشر نه، بلکې اصلي پرېکړه کوونکی بلل شوی، چې واکمني یې تر ډېره د دیني فرمانونو له لارې ده، نه چی د رسمي دولتي ادارو له لوري کوم چې د یوې بشپړ تګلارې او میکانیزم له لارې خپریږي
اخوندزاده په فزیکي ډول په کندهار کې منزوي پاتې کېږي، چې د رژیم اصلي سیاسي مرکز ګڼل کېږي، او د سیاست په دودیزو بحثونو او مشورو کې برخه نه اخل.
په ټول افغانستان کې پرېکړې په کلکه متمرکزې دي. اخوندزاده د ادارې په ټولو کچو کې خپل وفاداران ټاکي، او په هر ولایت کې د علماوو شوراګانې جوړې شوې دي چې نېغ په نېغه کندهار ته راپور ورکوي
راپور وايي، دا شوراګانې د ولس استازیتوب نه، بلکې د ایډیالوژیک څار وسیلې دي. د مشرتابه مخالفت نه زغمل کېږي او د ګوښه کېدو، نیولو، جبر یا تبعید له لارې مهارېږي.
سره له دې چې د یووالي بڼه وړاندې کېږي، د ملګرو ملتونو ارزونه د رژیم دننه دوامدارې درزونه ښيي، په ځانګړي ډول د کندهار مېشتو سختدریځو او د کابل مېشتو عمليپالو ترمنځ. تر ټولو مهم تاوتریخوالی د اخوندزاده د دیني نږدې کړۍ او د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې ترمنځ دی
راپور وايي، حقاني د حکومتولۍ د ناکامیو او د نجونو د زدهکړو پر بندیز اندېښنې څرګندې کړې دي. د ۲۰۲۵ کال په پیل کې له حج وروسته د هغه اوږد نهحاضرۍ او له راستنېدو وروسته محتاط څرګندونې د حقیقي روغې جوړې پر ځای د داخلي توازن هڅه بلل شوې ده. د روښانه جانشینۍ نشتوالی د مشرتابه د دوام لپاره بله پټه کمزوري ده
راپور هغه پېښې هم یادوي چې پکې لوړپوړي طالبان، لکه شیر محمد عباس ستانکزی او دیني عالم عبدالصمد غزنوي، د نجونو د زدهکړو د پالیسۍ پر نیوکې له دندو لرې، نیول شوي یا تبعید ته اړ شوي دي. دا پېښې ښيي چې ایډیالوژیک اطاعت څنګه پلي کېږي او داخلي دیني بحث څنګه جرم ګرځول شوی دی
راپور زیاتوي چې طالبان ولسي رضایت د مشروعیت شرط نه ګڼي. حکومتولي مبهمه، له پاسه تر ښکته او کماطلاع ده او عامه حساب ورکونه پکې کمه ده.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د هېواد په کچه د انټرنېټ ناڅاپي بندیز بېلګه یاده شوې، چې بې له وضاحت څخه ولګول شو او وروسته تر یوې کچې بېرته واخیستل شو. ویل کېږي چې دا پرېکړه د صدراعظم له لوري بدله شوه، چې د رژیم دننه تاوتریخوالی یې لا څرګند کړ.
که څه هم طالبان په ښاري سیمو کې خپل کنټرول ټینګ کړی، خو په ټول هېواد کې واک یو شان نه دی. پیاوړې ډلې، په ځانګړي ډول د حقاني شبکه، تر هغه مهاله نسبي خپلواکي لري چې د رژیم عمومي یووالي ته ننګونه ونه کړي
د ناپوښتو پالیسیو پر وړاندې د ځايي انحرافاتو زغم د قانون د واحد حاکمیت نشتوالی نور هم روښانه کوي
د راپور له تر ټولو مهمو موندنو څخه یوه د افغانستان د زدهکړې د نظام بنسټیز بدلون دی. زدهکړه د اخوندزاده تر مستقیم واک لاندې راوستل شوې او د ایډیالوژیک تلقین وسیله ګرځول شوې ده
د ښوونځیو او پوهنتونونو نصابونه داسې بدل شوي چې دموکراسۍ، اساسي قانون، بشري حقونه، د ښځو حقونه، اخلاق او نړیوال بنسټونه ترې لیرې کړل شي
لږ تر لږه ۱۸ علمي څانګې بشپړې بندې شوې دي او له ۲۰۰ څخه زیات مضامین یوازې د طالبانو د ایډیالوژۍ له مخې له بیا لیکلو وروسته اجازه لري
سیاسي علوم، ټولنپوهنه، جنسیتي مطالعات، رسنۍ، اقتصاد او حقوقي زدهکړې یا تشې شوې او یا تحریف شوې دي. د نجونو پر زدهکړو بندیز لا هم تر ټولو لانجمنه موضوع ده، چې اوږدمهاله اقتصادي او ټولنیزې پایلې لري
سره له سختو مالي ستونزو، طالبانو په ټول هېواد کې د جوماتونو او مدرسو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی. د اخوندزاده په مشرۍ د کابینې غونډو وزارتونو ته لارښوونه کړې چې د حنفي دیوبندي مکتب پر بنسټ دیني نصابونه پیاوړي کړي، او د اسلامي نورو دودونو یادونې ترې لرې کړي. پر غیر دیوبندي دیني کړیو څار او ځپنه زیاته شوې، چې د کثرتپالنې پر بیه ایډیالوژیک یووالی ټینګوي
د امنیت په برخه کې راپور ګډ انځور وړاندې کوي. که څه هم تاوتریخوالی د ۲۰۲۱ کال تر مخه وختونو په پرتله کم شوی، او د داعش-خراسان پر ضد عملیاتو دا ډله کمزورې کړې، خو له منځه نه ده تللې. داعش-خراسان لا هم په شمالي او ختیځو سیمو کې په وړو حجرو کې فعال دی او د لوړو بریدونو وړتیا لري
سربېره پر دې، له ۲۰ څخه زیاتې نورې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، چې ډېری یې له رژیم سره همکاري لري. د پخوانیو وسلهوالو جذب په محلي امنیتي ځواکونو کې د بشري ځواک کچه لوړه کړې، خو د ایډیالوژیک نفوذ، فساد او کمزوري حساب ورکونې خطرونه یې زیات کړي دي
اقتصادي وضعیت لا هم سخت دی. د ۲۰۲۵ کال په پیل کې ناخالص کورني تولید سخت راکم شوی، بېکاري شاوخوا ۷۵ سلنه اټکل شوې او له ۷۰ سلنې ډېر وګړي پر بشري مرستو متکي دي. د ۴.۵ میلیونو څخه د زیاتو افغانانو جبري ستنېدنه او پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونه فشار نور هم زیات کړی، که څه هم د کورنیو عوایدو په راټولولو کې یو څه ښهوالی راغلی دی
راپور پایله اخلي چې که څه هم طالبانو واک ټینګ کړی او د نظم یوه بڼه یې رامنځته کړې، خو دا ثبات ډېر نازک دې
دا ثبات پر جبر، ځپنې او ایډیالوژیک اطاعت ولاړ دی، نه پر ټولشموله حکومتولۍ او پراخ ولسي مشروعیت. راپور خبرداری ورکوي چې د افغانستان داخلي سختوالی او د اصلاحاتو پر وړاندې مقاومت د پاکستان او ټوله سیمه لپاره جدي پایلې لري، او هېواد له دننه کمزوری او له بهره بېثباته ساتي