تازه خبرونه

 مردان:پولیس تاڼه کې د دیر یو ځوان خپل ځان سوځولې دې

د پولیس له خوا د ایف‌ آی‌ آر د نه درج کېدو پر ضد احتجاج، د مړ شوي ځوان خپلوانو او فعالانو د تاڼې مخې ته مړی کېښودو سره د پولیس پر ضد احتجاج کوي

1 min read

د خیبر پښتونخوا په دویم لوی ښار مردان صدر تاڼې کی دننه یو تن خپل ځان ته اور اچولی

فایل فوټو: د مردان صدر پولیس تاڼې مخې ته د دیر یو ځوان ځان‌سوځونې پېښې پر ضد خلکو احتجاج کړې او د پولیسو او د پی ټي ایی صوبایی حکومت څخه ی د پلټنو غوښتنه کړې ده

مردان :  د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې د صدر پولیس تاڼې دننه ځان باندې پیټرول اچولو او اور ورکول وروسته د  دیر  اوسېدونکی شاهد علي د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د دیر قومي موومنټ غړو او د یاد ځوان  خپل خپلوانو د صدر تاڼې مخې ته د هغه مړی پر سړک کېښود او سخت احتجاج یې وکړ.

مظاهرچیانو تور ولګاوه چې پولیسو د شاهد علي د شکایت په اړه د ایف‌ آی‌ آر له درج کولو نه انکار کړی و، چې له امله یې هغه د تاڼې  په  رپورټنګ روم کې پر ځان پټرول واچول او ځان ته یې اور واچاوه.

د ځوان خپلوانو  په وینا، د شاهد علی د خپل یو خپلوان سره د موټر پر سر لانجه روانه وه، خو د پولیسو لوري د مبینه غفلت او د یاد ځوان ستونزې ته پام نه کولو  له امله دا خواشینوونکې پېښه رامنځته شوه

مظاهرچیانو د پېښې د ذمه‌وارو پولیس اهلکارو پر ضد د سخت قانوني اقدام غوښتنه وکړه

وروسته له هغه چې د تحقیقاتو څانګې ایس پي، نثار احمد، د پېښې د شفافو پلټنو لپاره د ګډې پلټنیزې ډلې  جوړولو ډاډ ورکړ او وروسته  مظاهرچیان خپل احتجاج پای ته ورسولو

د پي ټي آیی  صوبایی حکومت څخه د انصاف غوښتنه

پولیس چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه به بې‌طرفه او هر اړخیزې پلټنې ترسره کېږي او که څوک قصوروار وپېژندل شي، نو د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي

مظاهره چیانو د تحریک انصاف له صوبایی  حکومت نه  هم غوښتنه اوکړه چی هغوی ته دی انصاف ورکړل شوي

Related Articles

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

محکمې د پنجاب فرانزک لېب راپور پولیسو ته بېرته وسپاره، د نادرا راپور لپاره وخت ورکړ شو او د ایډیشنل ایډووکېټ جنرل ته د حاضرېدو امر وشو.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *