پیښور/ضلع خیبر: د خېبرپښتونخوا حکومت د خېبر ضلعې په وادي تيـراه کې د يوې ممکنه امنيتي عملياتو د چمتووالي څرګندونه کړې ده
صوبایی حکومت ټينګار يې کړی چې له وسله والو ډلو سره به هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي او د رياست پر واکمنۍ د ننګونې په وړاندې د صفر زغم تګلاره غوره شوې ده
په پېښور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا پر مهال، د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاکار شفيع جان وويل چې په تيـراه او د صوبې په نورو سيمو کې به له وسله والو سره هېڅ ډول خبرې اترې ونه شي
“له هر هغه کس يا ډلې سره به هېڅ ډول خبرې نه کېږي چې رياست نه مني،” شفيع جان وويل او ټینګار ی وکړو چې څوک چې د پاکستان بيرغ او د پاکستان آيين نه مني، له هغوی سره به هیڅ کومې خبرې و نه شي
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په ټولنيزو رسنيو کې د وادي تیراه کې د ممکنه پوځي عملياتو په اړه راپورونه خپرېږي، او ويل کېږي چې د پاکستان پوځ، د خېبرپښتونخوا حکومت او ځايي قبایلي مشرانو ترمنځ مشورې شوې دي
چارواکو او ځايي سرچينو تر دې وړاندې تاييد کړې وه چې د ځايي جرګې مشرانو سره يو تفاهم شوی، چې له مخې به يو هدفی استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او د ټاکلي مودې عمليات ترسره کېږي، تر څو د وسله والو پټ ځايونه له منځه يوړل شي او د ملکي وګړو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړل شي
د حکومتي سرچينو په وينا، ځايي مشرانو ته ډاډ ورکړل شوی چې د ملکي وګړو ساتنه، د ځايي دودونو درناوی او د هر ډول زيان په صورت کې تاوان ورکول به يقيني وي۔ همدارنګه، د لنډمهاله کډه کېدو اسانتياوې، طبي مرستې او نور بشري خدمات هم د دې چوکاټ برخه دي
شفيع جان وويل چې د صوبايي حکومت دريځ روښانه دی او د امنيتي ادارو سره بشپړه همغږي موجوده ده
“د رياست واکمني به ټينګه او خوندي شی او ترهګرو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د خېبرپښتونخوا په هېڅ برخه کې امن او ثبات ګډوډ کړي،” هغه وويل۔
تيـراه وادي له پخوا راهيسې يوه حساسې او ستراتيژيکه سيمه بلل کېږي، چې پکې وخت ناوخت د وسله والو فعاليتونه او امنيتي عمليات شوي دي چارواکي وايي، اوسنی تګلاره د ځايي خلکو په ملاتړ ولاړه ده، څو بې توپيره عملياتو څخه ډډه وشي او د ولس همکاري يقيني شي
که څه هم تر اوسه د عملياتو د پيل کره نېټه نه ده اعلان شوې، خو چارواکي وايي چې وروستي لوژستيکي تياريانې روانې دي او کله چې ټول شرطونه پوره شي، عمليات به پيل شي
د صوبايي حکومت له خوا دا هم ويل شوي چې د امنيت له ښه کېدو وروسته به په تيـراه کې پرمختيايي پروژې، لکه سړکونه، ښوونځي او روغتيايي مرکزونه ګړندي شي، تر څو د اوږدې مودې شکايتونو ته ځواب وويل شي او دايمي امن ټينګ شي
دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې د ضلع خیبر ټولو تحصیلونو مشرانو په وادي تیراه کې وسله والو سره یو شمیر جرګې او ناستې ترسره کړې خو پرته د کومې مثبت پایلې ختمې شوي دي
نورخبرونه: خیبر پښتونخوا کښې د فوځي عملیاتو به اجازه ور نه کړو: وزیراعلی ګنډاپور
خیبرپښتونخوا کې امن: سبا صوبایی حکومت د سیاسي ګوندونو مشرانو سره جرګه کوي
د امن لپاره جرګه: خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي