تازه خبرونه

په تورغر کې د هيماليايي ګورل  لومړنی رسمي ټرافي ښکار ترسره شو

د خیبر پښتونخوا حکومت د ساینسي اصولو پر بنسټ د نایاب ځنګلي حیات د تحفظ او مقامي اقتصادي ګټو لپاره لومړی باقاعده ټرافي ښکار ترسره کړو
یو امریکایي ښکارچی د هيماليايي ګورل سره، د رسمي ټرافي ښکار په تورغر کې ترسره کړو

په تورغر کې د هيماليايي ګورل ټرافي ښکار، د پروګرام له مخې، د مقامي خلکو همکاري لازمي ده، او د ټرافي ښکار عاید ۸۰٪ د کنزرویشن کمیټې په ګډ حساب کې جمع کیږي

  د خیبر پښتونخوا د موسمي بدلون، ځنګلاتو، ماحولیاتو او ځنګلي حیات محکمه وایی د هيماليايي ګورل لومړنی باقاعده، ضابطه شوي او غیر صادرېدونکي ټرافي ښکار په تورغر ولسوالۍ کې د حسن زئی په سیمه کې ترسره شوی چی  یو امریکایي ښکارچی ډیرون جیمز ملن هم پکی برخه اخستی ده

د اداری په وینا دغه  تاریخي اقدام د ۲۰۲۵–۲۶ هيماليايي ګورل ټرافي ښکار نوښت عملي پیل دی، چې د خیبر پښتونخوا د وائلډ لایف او بایوډایورسټي بورډ د څلورمې غونډې په فبروري ۲۰۲۵ کې منظور شوی وو

دغه پروګرام د ساینسي اصولو، د نفوس منظمه څارنه او د پایداره ښکار محدودیتونو پر بنسټ ترسره کیږی چې هره پرېکړه د معلوماتو او د چاپېریال د توازن په رڼا کې کیږي

 ددی مقصد یوازې ښکار نه دی، بلکې ماحول او ځنګلی ځناورو  تحفظ یو مؤثر او درنه وسیله ده چې نایاب ځنګلي حیات ته ګواښ نه بلکې د مقامي خلکو لپاره ارزښتمنه شتمني برابروي

د پروګرام له مخې، د مقامي خلکو همکاري لازمي ده، او د ټرافي ښکار عاید ۸۰٪ د کنزرویشن کمیټې په ګډ حساب کې جمع کیږي

دغه مالي سرچینې ځناورو د استوګنې د خوندي کولو، غیر قانوني ښکار مخنیوي، د مقامي څارنې سیستم او د روزګار فرصتونو د ښه کولو لپاره وکارول شي، ترڅو د هيماليايي ګورل په څېر نایاب او حساس حیواناتو بقا یقیني کړي شی

په نړیواله کچه، شفاف، ساینسي او د مقامي ګټو سره سم ټرافي ښکار د یوې مؤثرې حفاظتي ستراتیژۍ په توګه منل شوی.  او په تورغر کې دغه ماډل د انسان او ځنګلي حیات ترمنځ همغږي پیاوړې کوي، د غیر قانوني ښکار فشار کموي او د ماحول تحفظ یوه ګډه مسؤلیت ګرځوي، چېرته چې حفاظت جبر نه بلکې شراکت دې.

دغه لومړی بریالی ټرافي ښکار د خیبر پښتونخوا په ځنګلي حیات کې د یوې نوې دورې نښه ده، چیرې چې پرېکړې د ساینسي پوهې،  تحفظ، او د پایداره قانوني او اخلاقي کارونې سره تړلې

Related Articles

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *