تازه خبرونه

د افغان مهاجرنیو اداره:  هیواد ته واپس راستنې شوې ۳۶۶ کورنیو سره مرستې شوي

افغان حکومت چارواکي وایی چې پاکستان څخه واپس راغلې ۲۹ کورنۍ چې ۱۵۷ غړي ی وو، بیله بیلو سیمو ته لیږدول شوي دي
د پاکستان لوري افغان مهاجرنیو په مخ سرحدونه پرانستلي دي

افغان چارواکي وایی په سرحدي سیمو کې واپس راغلو ۴۰۹ افغان کورنیو ته ویړیا سیم کارتونه ورکړل شوي ترڅو دوی مالي مرستې ترلاسه کړي

 تورخم/کابل:  د  افغانستان حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا هیواد ته واپس راستانه شوو افغان مهاجرینو په اړه د  جوړې شوې  کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې

د ورځنې راپور د چهار شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۱۰هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۱۰هـ ل نېټې سره، سمون خوري

په راپور کې ویل شوي دي چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي دي او دوی په سرحدي سیمو کې په بیله بیلو کیمپونو کې ثبت شوي او خپلو کورونو ته لیږل شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۱) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۱۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۲)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۷۶۹)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶)کورنیو سره مجموعًا (۵۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۴۲۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. 

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۵۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹۱)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، له سپین بولدک څخه (۱۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۴)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۳۸۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۱)کورنیو سره مجموعًا (۴۳۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۶۹۸)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.  

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. 

تورخم له لارې هم راغلیو کورنیو سره مرستې شوي: افغان چارواکي

د تورخم له لارې (۳۱۹)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۷۱۲)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸۷)کورنیو سره مجموعًا ۲۸۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۶۵)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

له کابل څخه (۱۰)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۳)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۷۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د افغان چارواکو لوري خپور بشپړ راپور

 ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۴۰۵)کورنۍ او (۲۲۴۶)افراد

 لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۲۹)کورنۍ او (۱۵۷)افراد

 مرسته شوي مهاجرین :              (۳۶۶)کــورنۍ

 وېشل شوي سیمکارتونه:              (۴۰۹)عــــدده

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *