د طالبانو حکومت چې په افغانستان کې يې د شريعت د پلي کېدو په نوم واک ترلاسه کړ او د سيمې ګاونډي مسلمان هېوادونه يې غير اسلامي وبلل، اوس د پوهانو او نړيوالو څارونکو له خوا داسې توصيفېږي چې نه شريعت پکې عملي کېږي او نه هم مشورتي نظام شتون لري.
د اسلامي شریعت پر ځای يې واک د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې په يوه کس کې متمرکز شوی دی
سره له دې چې کابينه او شورا شتون لرې خو عملي واک نور د رسمي ادارو سره نشته. له مرکزي وزيرانو نيولې تر ولايتي چارواکو پورې، ټولې مهمې پرېکړې د هبتالله له دفتره، چې په کندهار کې دی، کېږي. حتی د هغه د خپل کندهاري کړۍ غړي هم خپلواک صلاحيت نه لري، که څه هم د فساد، خپلوانپالنې او د دولتي شتمنيو د لوټلو پر وړاندې جدي حساب ورکونه نه تر سترګو کېږي
هغه ديني مدرسې چې د اسلامي تعليم نامه جوړې شوې وې، هم ژور بدلون ته مخه کړې ده. د کلاسيکي اسلامي علومو پر ځای، اوس پکې د هبتالله پر شخصي وفادارۍ ولاړه ايډيالوژي ترويجېږي. دا بهير چې د افغانستان له کمزورې دولتي خزانې تمويلېږي، د طالبانو په دننه کې يې نارضايتي او وېشونه زيات کړي، او منتقدين يې دا مفکوره د هبتالله پالنه بولي
د باخبره سرچينو په وينا، د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته، کله چې هبتالله د طالبانو مشر شو، هغه يو پټ او له عامه څرګندېدو ډډه کوونکی شخص ګڼل کېده. خو دا وضعيت د ۲۰۲۴ کال په مې مياشت کې بدل شو، کله چې هغه کابل ته ولاړ او د ارګ په ماڼۍ کې يې د طالبانو مشران راوغوښتل. له دې وروسته، په پرلهپسې ډول له کندهاره داسې احکام صادر شول چې د وزيرانو صلاحيتونه يې نېغ په نېغه اميرالمؤمنين ته ولېږدول. حتی د کورنيو چارو، استخباراتو او دفاع وزارتونو د وسلو ګدامونو ته لاسرسی هم د هبتالله له اجازې سره وتړل شو
نن د هبتالله دارالانشاء په کندهار کې د افغانستان د واک اصلي مرکز بلل کېږي. مرکزي شورا او کابينه تش سمبوليک حيثيت لري او ډېری وخت يوازې د مخکې ټاکل شويو پرېکړو د توثيق لپاره را بلل کېږي.
راپورونه وايي چې يوازې څلور کسان هبتالله ته مستقيم لاسرسی لري، د کندهار والي ملا شېرين، ملا يوسف وفا، د هبتالله زوم او د لوړو زدهکړو وزير ملا ندا محمد نديم، او د عدليې وزير او ستر قاضي ملا عبدالحکيم حقاني. له دې دايرې بهر نه ديني فتواوې او نه هم مشورتي نظرونه اغېز لري
د ۲۰۲۵ کال تر پای ته نږدې کېدو سره، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تحليلي ملاتړ او بنديزونو د څار ډلې په خپل شپاړسم راپور کې تاييد کړې چې افغانستان د ملا هبتالله تر استبدادي واک لاندې دی.
خو د افغان چارو شنونکي وايي چې واقعي وضعيت تر دې هم سخت دی او د بنسټيزو ادارو او د قانون د حاکميت نشتوالی پکې ښکاره دی
وروسته له هغې چې د ملا يوسف وفا يوه غوښتنه د ستر قاضي عبدالحکيم حقاني له خوا د هبتالله پر ضد مخالفت وبلل شوه او د خيانت او بغاوت په نوم يې ياد کړه، وضعيت لا پسې خراب شو
د راپورونو له مخې، يوازې په تېر يو کال کې تر ۲ زره زيات کسان د هبتالله د پرېکړو د نيوکې يا د مخالفت د څرګندولو له امله پوځي محکمو ته وړاندې شوي دي
په عملي ډول، قانون، واک او نظام ټول د يوه نوم تر سيوري لاندې راغلي دي، دغه نوم ملا هبتالله چې د هرڅه واک ی په لاس کړې دې، هغه تر ډېره د رسمي ادارو پر ځای د ديني احکامو له لارې حکومت کوي او په کندهار کې فزيکي انزوا لري، چې دا ښار يې د هېواد سياسي مرکز ګرځولی دی. هغه پر ټولو مهمو څوکيو خپل وفاداران ګماري
البدَر قول اردو، چې د طالبانو تر ټولو منظم او اغېزمن پوځي ځواک بلل کېږي، د هبتالله شخصي ځواک ګرځول شوې ده.
دا ځواک د هېواد په مهمو ستراتيژيکو ځايونو او د داخلي او خارجي تګ راتګ پر نقطو ځای پر ځای شوی او يوازې هبتالله ته ځواب ورکوونکی دی
د ملا عمر د دورې پر خلاف، چې يو د ديني علماوو شورا کله ناکله د مشر پرېکړې بدلېدای شوې، اوسني ديني شوراګانې په مرکزي او ولايتي کچه داسې جوړې شوې چې بشپړ وفاداري تضمين کړي. هره شورا لږ تر لږه يو غړی لري چې شخصاً د هبتالله له خوا ټاکل شوی وي، او معيار يې علمي وړتيا نه، بلکې وفاداري ده
سره له دې سخت کنټرول، د طالبانو دننه ژور اختلافات شته. تر ټولو څرګنده شخړه د کندهار ډلې او د حقاني شبکې ترمنځ ده، چې شنونکي يې د هر وخت د تاوتريخوالي د خطر زنګ بولي.
د کورنيو چارو وزير سراجالدين حقاني په ښکاره او پټه توګه د حکومتدارۍ د ناکاميو او د نجونو د تعليم د بنديز نيوکه کړې ده. د بهرنيو چارو مرستيال وزير شېر محمد عباس ستانکزی هم د امنيتي اندېښنو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوی بلل کېږي.
يوازې په کابل کې لږ تر لږه شل نوموتي علما يا له دندو ليرې شوي، يا نيول شوي، او يا جلاوطنۍ ته اړ شوي دي
د طالبانو تر واک لاندې حکومتداري مبهمه، له پورته څخه ښکته او له عامه حساب ورکونې بېپروا ده. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ټول هېواد انټرنېټ ناڅاپي بندول، چې وروسته بيا په جزوي ډول بېرته فعال شو، د اختياري پرېکړو څرګند مثال بلل کېږي او د دننه اختلافاتو نښه ده
د ملګرو ملتونو راپور د تعليم نظام د منظم تخريب يادونه هم کوي. د بيا تنظيم تر نامه لاندې، د نجونو او ښځو تعليم عملي ډول جرم ګرځول شوی دی. د ښوونځيو او پوهنتونونو نصابونه بدل شوي، مدني ارزښتونه، اساسي قانون، بشري حقونه، او حتی هغه ديني تفسيرونه چې د هبتالله له نظر سره سمون نه خوري، ترې لرې کړل شوي دي. لږ تر لږه ۱۸ علمي څانګې بشپړې منع شوې دي، او سلګونه نور مضامين يوازې د طالبانو د ايډيالوژۍ له مخې د بيا ليکلو وروسته تدريسېدای شي
شنونکي خبرداری ورکوي چې دا ظاهري ثبات، چې پر زور او ايډيالوژيک يورنګتوب ولاړ دی، د سيمې لپاره جدي خطرونه لري. هغه وسلهوال چې د هبتالله مفکوره له اسلام سره برابره بولي، نور تفسيرونه کفر ګڼي، او دا ذهنيت د پاکستان، ايران، تاجکستان او ازبکستان پر ضد د وسلهوالو ډلو د ملاتړ بنسټ جوړوي