تازه خبرونه

د هند پر ضد احتجاج: برتانیه کې د سیکانو ټولنې هند پر ضد احتجاج کړې

په برتانیا کې د سیکانو ټولنې د احتجاج پر مهال د بنګله‌دېش سره د ملاتړ څرګندونه کړې او د هند په ضد ی لوی احتجاج ریکارډ کړې دې
په برتانیا کی سکهـانو ټولنی غړي د لندن د بنګله‌دېش عالي کمېشن مخې ته لاریون کړې

په لندن کې مظاهره‌چیان د بنګله‌دېشي محصل مشر عثمان هادي وژل کېدل د هند له لاسوهنې سره تړي

د برتانیا د سیکانو  ټولنې غړو د لندن په ښار کې د بنګله‌دېش عالي کمېشن مخې ته احتجاج کړی او په برتانیا کی  د بنګله‌دېش د حکومت ملاتړ یې اعلان کړ او پر هند یې سختې نیوکې وکړې، چې د دوی په وینا د سیمې په چارو کې لاسوهنه کوی

د رسنیو د راپورونو له مخې، مظاهره‌چیان په پراخه شمېر راټول شوي وو او د هند د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول. هغوی پر نوي‌ډیلي تور ولګاوه چې هغه غږونه په نښه کوي چې د دوی په وینا د نړۍ پر وړاندې د هند “اصلي څېره” ښکاره کوي

 مظاهره‌چیانو په ځانګړي ډول د هند د صدراعظم نرېندرا مودي حکومت د سیاسي فعالانو او محصل مشرانو د وژل کېدو په تورونو کې ښکېل وباله

د لاریون پر مهال ګډونوالو وویل چې د بنګله‌دېشي محصل مشر عثمان هادي وژل کېدل به د لا پراخو سیاسي بدلونونو لامل شي

ځینو مظاهره‌چیانو ادعا وکړه چې دا ډول کړنې به په پایله کې د هند دننه بې‌ثباتي رامنځته کړي، او له بنګله‌دېش د سیاسي خوځښتونو سره یې خپل یووالی بیا تکرار کړ

مهمه ده چې یادونه وشی چې عثمان هادي د بنګله‌دېش د محصلانو د یوه خوځښت مخکښ ویاند و، هغه خوځښت چې وروستیو سیاسي بدلونونو کې یې مهم رول درلود، او د شیخ حسینه واجد په مشرۍ د حکومت پر ضد په مظاهرو کې یې ونډه اخیستې وه

څو ورځې وړاندې، هغه د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا په ډزو سخت ټپي شو. وروسته د درملنې لپاره سنګاپور ته ولېږدول شو، خو له څو ورځو وروسته یې ساه ورکړه

د عثمان هادي مړینې په بنګله‌دېش کې پراخ غبرګونونه راوپارول، چې زرګونو کسانو د هند عالي کمېشن مخې ته مظاهرې وکړې او پر هند یې د ځپونکو اقداماتو د ملاتړ او د بنګله‌دېش په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تورونه ولګول. مظاهره‌چیانو د دې پېښې د خپلواک او شفاف پلټنې غوښتنه هم وکړه

په لندن کې دا لاریون د بهر مېشتو ټولنو، په ځانګړي ډول د سیکانو  ټولنې، د زیاتېدونکي سیاسي فعالیت څرګندونه کوي. دا ټولنه تر دې وړاندې هم په بېلابېلو هېوادونو کې د هند د حکومت د تګلارو پر ضد مظاهرې کړي او د بشري حقونو د سرغړونو پر موضوعاتو یې غږ پورته کړې دې

 شنونکي وایي، دا پېښه د سویلي اسیا له سیاسي شخړو سره تړلي سیمه‌ییز تاوتریخوالي او د دغو شخړو د نړیوال کېدو نښه ده

نورخبرونه:   په کینیډا کې د آزاد خالصتان لپاره د سیکانو ټولپوښتنه ترسره کیږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *