تازه خبرونه

کابل کې د افغان طالبانو د استخباراتو ادارې یو چارواکې وژل شوې

راپورونه دا پېښه د استخباراتي ادارې دننه له کورنیو اختلافاتو سره تړي خو په ښکاره توګه د ګیس چاودنه بلل کیږی
داپیښه د کابل د بت‌خاک په سیمه کې مخې ته راغلې، د طالبانو د لوړپوړي استخباراتي چارواکي د وژل کېدو وروسته امنیتي ګامونه اخستل شوي

د طالبانو اړوند سرچینې وايي چې دا پېښه د کور دننه د ګیس د سلنډر د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. خو سرچینې دا ادعا ردوي، سرچینې وایی پيښه کې دوه نور کسان هم وژل شوي

د افغان طالبانو د عمومي استخباراتو اداری  یو لوړپوړی چارواکی او د استخباراتو د مشر عبد الحق واثق نږدې ملګری، مولوي نعمان غزنوي، د کابل د ختیځې سیمې بت‌خاک کې په خپل کور دننه وژل شوې دې

د طالبانو پورې تړلو ګڼو سرچینو او ټولنیزو رسنیو د هغه د وژل کېدو پخلی کړی، خو تر اوسه د طالبانو چارواکو د پېښې د څرنګوالي په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی

د طالبانو اړوند سرچینې وايي چې دا پېښه د کور دننه د ګیس د سلنډر د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. خو سرچینې دا ادعا ردوي او وایي چې دا وژنه ښايي د طالبانو د استخباراتي کړیو دننه له کورنیو اختلافاتو او ډلو ترمنځ له شخړو سره تړاو ولري

ځینو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې مولوي نعمان د استخباراتي ادارې دننه د واک د روانې شخړې پر مهال د تاج میر جواد په امر وژل شوی، خو  ازادو سرچینو دا ادعاوې نه دي تایید شوې

راپورونه دا هم ښيي چې په همدې پېښه کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي. د طالبانو د رسمي دریځ د نشتوالي له امله د پېښې د انګېزې او اصلي ماهیت په اړه بېلابېلې اټکلونه روان دي او د نورو جزییاتو انتظار کېږي

نورخبرونه: ملي مقاومت محاذ: بغلان کې مو د افغان طالبانو جنګیالي له منځه وړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *